لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : ستره محکمه به دآسيه بي بي دخواست اوريدنه کوي


دملزمې وکيلې فرانسيسي خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي دي دسترې محکمې قاضي ثاقب نثار به دهغه دموکلې دخواست اوريدنه په ١٣م اکتوبر کوي.

دملزمې وکيلې فرانسيسي خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي دي دسترې محکمې قاضي ثاقب نثار به دهغه دموکلې دخواست اوريدنه په ١٣م اکتوبر کوي.

دپاکستان ستره محکمه به راتلونکې اوونۍ کې دمذهب دسپکاوي په تور دبندي يوې عيسايي ميرمنې آسيه بي بي دمرګ دسزا په ضد دخواست اوريدنه کوي.

دملزمې وکيلې فرانسيسي خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي دي دسترې محکمې قاضي ثاقب نثار به دهغه دموکلې دخواست اوريدنه په ١٣م اکتوبر کوي.

دلاهورهائيکورټ ٢٠١٤م کې داسيه بي بي لخوا دخپلې مرګ دسزا په ضد جمع کړل شوى اپيل خارج کړى ؤ اؤ ديو ښکتني عدالت له لوري يې هغې ته داورول شوې مرګ سزا پځايې ساتلې وه.

دآسيه بي بي په ضد کال ٢٠٠٩م کې دمذهب دسپکاوي په تور مقدمه درج کړل شوې وه اؤ تر ټولو وړاندې دپاکستان دپنجاب صوبې دننکانه ضلعې عدالت هغې ته په کال ٢٠١٠م کې دمرګ سزا اورولې وه.

په آسيه بي بي تور دى چې هغې پخپله سيمه کې پټو کې دکار کولو په مهال هلته دموجودو نورو ښځو سره دبحث په مهال داسلام دپيغمبر حضرت محمد(ص) شکمن سپکاوى کړى ؤ.

دهغې معامله هاغه مهال دپام وړ وګرځيده کله چې دهاغه وخت دپنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثير دآسيه بي بي سره جيل کې ليدنه وکړه اؤ وروستو يې بيان ورکړو چې دمذهب دسپکاوي قانون کې بدلون پکار دى.

وروستو سلمان تاثير دکال ٢٠١١م دجنورۍ په مياشت کې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې خپل يو سرکاري ساتونکي ممتاز قادري دنورو ساتونکو په موجودګۍ کې وژلى ؤ.

ممتاز قادري په هاغه وخت وئيلي وؤدپنجاب پخوانى ګورنر سلمان تاثير يې له دې امله وژلى ؤ چې هغه درسالت دسپکاوي قانون ته تور قانون وئيلى ؤ، وروستو ممتاز قادري هم تيزندي کړى شوى ؤ.

مسيحي ورورولي دپاکستان د٢٠ کروړه مسلمانانو داکثريتي ابادۍ څلور فيصده جوړيږي اؤ په اوسنو مياشتو کې پرې پاکستان کې دپاريدلو خلکو اؤ تندلارو دواړو له لوري تشدد اؤ بريدونو کې اضافه راغلې ده.

تيرکال په ذهني توګه يو ناروغه برطانوي وګړى دمذهب دسپکاوي په تور وژل شوى ؤ

دپاکستان دپنجاب صوبې په لاهور ښار کې له دې وړاندې دشهزاد مسيح اؤ دشمعې بي بي په نوم مسيحي ښځه اؤ خاوند تر ١٥٠٠ؤ پورې پاريدلو خلکو دمذهب دسپکاوي په تور دښختو په بهټۍ کې سوځولي وؤ.

دپنجاب پخوانى ګورنر سلمان تاثير ترڅنګ داقليتونو مرکزي وزير شهباز بهټي هم پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژل شوى ؤ.

ناقدين اؤ دبشري حقونو ډلې دپاکستان حکومت څخه غوښتنې کوي چې دمذهب دسپکاوي قانون کې دې بدلون وکړي ځکه چې دهغوي په قول بااثره خلک څه وخت هم دخپلو ذاتي شخړو په اساس په بې ګناه کمزورو خلکو دمذهب دسپکاوي تورونه لګولى اؤ عدالتونه بيا هغوي ته دمرګ سزا اورولى شي.

XS
SM
MD
LG