لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ټي ډي په کراچۍ کې نهه ترهګر نیولي


د سي ټي ډي چارواکو ویلي ترهګرو د محرم په میاشت کې کراچۍ کې د ترهګرۍ منصوبه جوړوله .
د سي ټي ډي چارواکو ویلي ترهګرو د محرم په میاشت کې کراچۍ کې د ترهګرۍ منصوبه جوړوله .

په کراچۍ ښار کې د پولیس د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوؤنکې څانګې سي ټي ډي ویلي د القاعده برصغیر د کراچۍ امیر په ګډون يې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو لشکرجهنګوي او سپاه صحابه نهه ترهګر نیولي دي .

د سي ټي ډي چارواکو ویلي ترهګرو د محرم په میاشت کې کراچۍ کې د ترهګرۍ منصوبه جوړوله .

​د سي ټي ډي پولیس مشر راجه عمرخطاب په وینا پولیس د لټون وروستو هغه کور معلوم کړو چرته چې د القاعده برصغیر، لشکرجهنګوي او سپاه صحابه ترهګرو په محرم کې د ترهګرۍ منصوبه جوړوله او د دې کار دپاره یې خودکش جېکټونه او وسله راجمع کړې وه .

د خبر پاڼې ترمخه د سي ټي ډي ټيم د څو اونو راهسې د دغه کور پټه څارنه کوله او تیره شپه يې د دې خبر پخلی وکړو چې د القاعده برصغیر، لشکرجهنګوي او سپاه صحابه ترهګر په شمالي کراچۍ کې رایوځاې شوي دي او نن د جمعې په سهار وختې د ازان سره له دغه ځایه ووځي .

بیان کې ویل شوي د سي ټي ډي د سرتيرو یوې ډلې سهار وختې دغه کور په ګېره کې واخستو او ترهګرو ته يې ځان پولیسو ته د سپارلو وویل ولې سمدست دوې د کور دننې نه په پولیس برید وکړو لاسي ګرنېټونه پرې وویشتل او ډزې یې پرې پېل کړې .

د پولیس چارواکو په وینا ځوابي ډزو کې ترهګر په کور کې ګېر شو په احیتاط سره د دوې په ضدعملیات وشو او نهه ترهګر ونیول شو .

د خبرپاڼې ترمخه د نیول شوؤ ترهګرو د ولقې نه بلاک بمونه، خودکش جېکټونه، لاسي ګرنېتونه او تماچې ترلاسه کړی شوي دي .

خبر پانه کې ویل شوي نیول شوؤ ترهګرو کې د څلورو تعلق د القاعده برصغير سره دی . فېض الرحمان د کراچۍ د القاعده برصغیرامیر،مصطفی نایب امیر، محمدافروز او ابراهیم يې غړي دي .

د لاقانونه ګرځول شوې لشکرجهنګوي ډلې درې غړي محمدسعید، احمدصادق او فرقان عالم او د لاقانونه سپاه صحابه ډلې زېن العابدین او عبدالباري عثمان په نیول شوؤ ترهګرو کې شامل دي .

د سي ټي ډي د چارواکو په وینا نیول شوي ترهګر د متحده قومي مومنټ الطاف ډلې او سني تحریک ډلې د غړو په وژنه کې ککړ وو .

د سي ټي ډي چارواکو په خبري غونډه کې نیول شوي ترهګر او د هغوې نه ترلاسه شوې وسله رسنیو ته ښکاره کړي دي .

د کراچۍ پولیسو له دې وړاندې هم په ښار کې د القاعده برصغیر او لشکر جهنګوي ډلې د وسله والو د نیولو ادعا کړې خو پولیس وايي په کراچۍ کې دغه ډلې شتون نه لري یواځې غړي یې موجود دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG