لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سمندري طوفان هيټې کې ۳۰۰ کسان وژلي، فلورېډا پله روان دی


د جمعې په ورځ د امریکا د طوفانو ملي مرکز ویلي چې دغه طوفان د څلورمې درجې نه درېمې درجې ته راکم شوی دی .
د جمعې په ورځ د امریکا د طوفانو ملي مرکز ویلي چې دغه طوفان د څلورمې درجې نه درېمې درجې ته راکم شوی دی .

سمندري طوفان "میتیو" په هيټي کې د تباهۍ وروستو د امریکې فلورېډا ریاست ختیځ ساحل ته نزدې شوی دی او هلته چارواکو د وړاندې نه نزدې ۲۰ لکه خلکو ته محفوظو سیمو پله د منتقل کېدو او احتیاطي تدبیرونو نیولو خبرداری ورکړی ؤ .

راپورونه وايي د جمعې په سهار د فلورېډا په ساحلي سیمه کې اوسېدونکو نزدې ۲۰لکه او ۴۰ زرو خلکو ته برېښنا قطع شوې ده اود فلورېډا چارواکو هغو خلکو ته چې کورونه یې نه دي پرېښودي او خوندي سیمو پله نه دي منتقل شوي (بیوقان) ویلي دي .

د جمعې په ورځ د امریکا د طوفانو ملي مرکز ویلي چې دغه طوفان د څلورمې درجې نه درېمې درجې ته راکم شوی دی .

بل لور ته لاطینې امریکايي ملک هیټي کې طوفان ځپلو سیمو کې د جمعې په ورځ هم امدادي کارونه دوام لري او د چارواکو ترمخه تراوسه پورې د ۳۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي .

د چارواکو په وینا د بیلابیلو علاقو نه د طوفان له امله د اوړیدلي زیان خبرون راروان دي او د وژنو په شمېره کې د زیاتوالي اندېښنه څرګند کړی شوې ده .

د داخله وزارت یو مرستیال پیلواینور ویلي ( هر لور ته تباهي شوې ده ، د کورونو چهتونه نشته، ونې تباه شوي او دا وړومبی ځل دی چې داسې حالات مو ولیدل) .

میتیو طوفان د ۲۳۵کلومیټر یو ساعت په رفتار سره د هیټي د ساحل سره تکړ شوی ؤ .

راپورونه وايي د طوفان له امله په مړه شوؤ خلکو کې ښځې او ماشومان شامل دي . چارواکو ویلي په اغېزمنو سیمو کې د خوراک او اوبو سخت ضرورت دی .

ملګرو ملتونو ویلي هیټې کې د طوفان نه نزدې شپږ ملینه خلک اغېزمند شوي او درې نیم لکه خلک په فوري ډول امداد ته اړتیا لري .

هیټي کې له دې وړاندې د څلورمې درجې د فلورا په نوم سخت طوفان په کال ۱۹۶۳م کې راغلی ؤ او نزدې اته زره کسان پکې مړه شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG