لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې قانون جوړونکو د غېردولتي فعالینو ضد د عملیاتو غوښتنه کړې


رانا افضل ویلي د حافظ سعيد د عامو فعالیتونو له سببه هند او نورو ملکونو ته د پروپېګنډې زمینه برابريږي .
رانا افضل ویلي د حافظ سعيد د عامو فعالیتونو له سببه هند او نورو ملکونو ته د پروپېګنډې زمینه برابريږي .

د پاکستان پارلیمان کې حکومتي او د اپوزیشن ډلې قانون جوړونکو غوښتنه کړې چې په ملک کې د فعاله ټولو غېر دولتي فعالینو په ضد یو رنګ سخته پالیسي جوړولو ته اړتیا لري .

د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د پارلیمان ګډې غونډې ته د کشمیر د کشالې په اړوند وینا کې د اپوزیشن ډلې پاکستان پیپلزپارټۍ سینیټر اعتزازاحسن د غېر دولتي فعالینو په اړه خبرې کړي دي .

اعتزازاحسن په حکومت تور لګولی چې په ملک کې دننه غېردولتي فعالینو باندې په بندېز لګولو کې ناکامه شوی دی .

هغه وویل (( حکومت په غېر دولتي فعالینو باندې بندېز لګولو په لړ کې د ملي تګ لارې په مادې باندې عمل کولو کې په بشپړ ډول ناکامه شوی دی )) .

نوموړي ویلي د دغو فعالینو په ضد د کوټلو عملیاتو نه کولو له امله پاکستان په نړیوال کچ یواځې کيږي .

د پاکستان حکومتي واکمنې ډلې مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ د بهرنو چارو د قایمه کمېټۍ غړي رانا افضل وایس اف امریکا سره خبرو کې ویلي چې هغه د کميټۍ غونډې ته په وینا کې ویلي چې د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید عام فعالیتونه قابو کولو ته اړتیا لري .

هغه ویلي د حافظ سعيد د عامو فعالیتونو له سببه هند او نورو ملکونو ته د پروپېګنډې زمینه برابريږي .

د مسلم لیګ (ن) یو بل غړي طلال چوهدري ویلي حکومت يې د انتهاپسندو او ترهګرو په ضد جوړې ملي تګ لارې باندې پرته له کوم امتیاز عمل کوي .

هند د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد د ممبۍ بریدونو مرکزي پلان کوؤنکی ګرځوي او حافظ سعید دغه تورونه ردوي .

بل لور ته د پاکستان ګاونډي هېوادونه تورونه لګوي چې په دغه ملک کې غېردولتي فعالین په نورو ملکونو کې ترهګري کوي، هند او افغانستان د پاکستان نه د دغو ډلو په ضد د عملیاتو کولو غوښتنه کوي .

پاکستان بیا بیا دغه دریز تکراوي چې د هر ډول ترهګرو په ضد بې د څه توپیره یو رنګ عملیات کوي .

د پنجشنبې په ورځ د انګريزې ژبې وتلې ورځپانې ډان کې خپور شوی یو خبر د وزیراعظم نوازشریف ویاند رد کړی دی په کوم خبر کې چې ویل شوي سیاسي حکومت پوځي مشرتابه ته د تُندلارو ډلو په ضد د عملیاتو کولو ویلي او د داسې نه کولو په صورت کې پاکستان په نړیوال کچ په سفارتي توګه د یواځې کېدو مخ کېدی شي .


د راپور ترمخه په وروستیو کې د حکومتي او پوځي مشرتابه ترمنځ په یوه غونډه کې د پنجاب وزیراعلی شهباز شریف د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر رضوان اختر ته په مخاطب کولو ویلي چې سِول یا غېرپوځي ادارې د تُندلارو ډلو په ضد عملیات کوي نو استخباراتي ادارې يې د پردې په شا د خلاصولو هڅې کوي .

راپور وايي د شهبازشریف په دغه خبره د غونډې ګډون وال ګوته په خله شو ولې وزیراعظم رضوان اختر ته په مخاطب کولو سره وویل چې په تیر وخت کې څه شوي هغه ریاستي پالیسۍ وې او د ايي اېس ايي مشر د تازه حالاتو زمه وار نه شي ګرځول کېدی .

د وزیراعظم ویاند ویلي په دغه خبر کې معلومات په سم انداز نه دي وړاندې کړی شوي او ډان ورځپاڼې د خبر معلومات په چا پورې تړلي نه دي او دا غېر زمه واره رویه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG