لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشام په پوله دداعش ځانمرګي بريد،٢٠ مړه


 ترک سرکاري خبري ادارې   چاودنه کې دشلو کسانو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
 ترک سرکاري خبري ادارې   چاودنه کې دشلو کسانو دوژل کيدو پخلى کړى دى.

برطانيه کې دقايمې دبشري حقونو دڅارونکې ډلې سيرين آبزرويټر فار هيومن رايټس وينا ده چې دزيارت په ورځ دترکي دپولې سره نزدې يوه چاودنه کې ٢٠ کسان وژل شوي دي.

وژل شوو کې دترکي په ملاتړ جنګيدونکي جنګيالي هم شامل دي.

دبشري حقونو دډلې وينا ده چې چاودنه دشام دادلب صوبې سرحدي سيمه کې ترسره شوې ده چې پکې ٢٠ کسان ژوبل شوي هم دي، دا نه ده معلومه شوې چې دچاودنې علت څه ؤ.

ترک سرکاري خبري ادارې چاودنه کې دشلو کسانو دوژل کيدو پخلى کړى دى.

داطمه نومې کلي سره نزدې ځانمرګي موټري بم چاودنه کې دياغيانو يو کاروان په نخښه کړل شوى.

دداعش ددغه بريد ذمه واري قبوله کړې او دې لړ کې يې په انټرنيټ يو بيان جاري کړى دى.

ويل کيږي وژل شوو کې دياغيانو تر قبضې لاندې ښار حلب سره تعلق لرونکى دعدليې يو لوړپوړى قاضي هم شامل دى.

عيني شاهدانو خبري ادارې رويټرز ته ويلي چاودنه کې دوژل شوو کسانو تعلق فيلق اشام نومې ډلې سره و ،دغه ډله دداعش په ضد دترک پوځيانو سره اوږه په اوږه جنګيده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG