لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اچين په عملیاتو کې د داعش اووه مرکزونه تباه شوي


دغه عملیات افغان ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي .
دغه عملیات افغان ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي .

د پاکستان سره په پوله پرتې د افغانستان ختیځې صوبې ننګرهار د ملي اردو چارواکو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوؤ عملیاتو کې د اسلامي دولت یا داعش ۹۶ وسله وال وژل شوي او اووه مرکزونه يې تباه کړی شوي دي .

د ملي اردو چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات افغان ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي . د ننګرهار دپولیس ویاند ویلي په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوختی او په وژل شوؤ جنګیالو کې بهرني هم شامل دي .

راپورونه وايي د ننګرهار په عملیاتو کې بهرنو ځواکونو هم ګډون درلود او تېره ورځ ورته مرګ ژوبله هم اوختې ده . ولې د ننګرهار چارواکو په دغه اړوند څه نه دي ویلي .

خو په افغانستان کې امریکاي ځواکونو په یو بیان کې ویلي تیره ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یو امریکايي عسکر په چاؤدنه کې ټپي شوی او وروستو يې ساه ورکړې ده .

داعش تراوسه پورې د سر د زیان او د هغوې د مرکزونو تباه کېدو په اړه څه نه دي ویلي .

بل لور ته د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې په یو کور د عملیاتو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي دي . د چارواکوپه وینا د یو مخالفه وسله والو د نیولو په موخه ترسره شوؤ عملیاتو کې وسله وال نیول شوی او څلور کسان پکې وژل شوي دي .

چارواکو د وژل شوؤ کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړي ولې ځايي خلکو ویلي وژل شوي کسان د وسله وال خپلوان دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG