د افغان چارواکو په وینا افغان ځواکونو تیره شپه د کندوز ځينې برخې نیولي ولې سهار بیا وسله والو طالبانو د ځینو برخو نه په افغان ځانګړو ځواکونو ډزې پېل کړي دي .
راپورونه وايي د ښار نه چاپېره علاقو کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده .
د کندوز د والي ویاند محموددانش ویلي ښار کې ځواکونه ځای په ځای شوي او د ماسپخین نه پس به چاڼيز عملیات پېل کوي .
دانش په جګړه کې د تلفاتو کره معلومات نه دي ورکړي خو د افغانستان د د کورنیو چارو وزارت ویلي د تېرې شپې په جګړه کې نزدې ۳۰ طالب وسله وال وژل شوي دي .
له دې وړاندې په جګړه کې د پينځه سرتيرو د وژنې خبرونه هم مخې ته راغلي وو .
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، د کندز ښار لومړۍ، دویمه او دریمه حوزه په بشپړه توګه د وسلهوالو طالبانو له موجودیت څخه پاکه شوې او په دغه ښار کې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات پیل شوي دي .
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي ، په کندوز ښار کې د خلکو د کورونو د ورانېدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره افغان پوځ په سیمه کې له بمباریو او د درنو وسلو له استعمال څخه ډډه کوي او د کمانډو ځواکونو لخوا چاڼیز عملیات مخ په وړاندې روان دي .
د روغتیا چارواکو په کندوز کې روانه جګړه کې د ژوبلو خلکو شمېر د اندازې زیات دی .
بل لور ته په افغانستان کې بهرنو ځواکونو ویلي چې کندوز د افغان ځواکون په لاس کې دی، په ټویټر خپور کړي بیان کې یې ویلي چې تیره شپه کندوز ته د ځواکونو تازه دستې رسېدلي دي .
بیان کې ویل شوي چې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ او مشورو دپاره تیار دی او په ضرورت پېښېدو يې ځواکونه چمتو دي .
بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټويټر لیکلي د کندوز ښار د والي په دفتر سخته جګړه روانه ده .
طالبانو د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ مرکز او د امنیه قوماندانۍ د نیولو ادعا کړې چې د یوې لنډې جګړې وروستو يې د ولسوالۍ ټولې پوستې هم په ولقه کې اخستې دي .
خو د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د خانشین او ناوې ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې دي .