لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : په ايکشن پلان عمل درامد لپاره په ګډو هڅو اتفاق

 غونډه کې ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو، دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيرانو، ددفاع، کورنو چارو،خزانې وزيرانو ،خارجه مشاور، دملي امنيت صلاح کار، دخفيه ادارو، ايي ايس ايي، اي بي او ايم ايي مشرانو او خارجه سکتر اعزاز چوهدري په ګډون لوړپوړو چارواکو ګډون کړى دى.

دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دترهه ګرۍ دمخنيوي (نيپ) دجاج اخستو غونډه دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ اسلام اباد کې شوې ده چې پکې په دغه تګلاره عمل درامد لپاره دصوبايي او مرکزي حکومتونو ترمينځ دمرستې په ضرورت زور راوړل شوى دى.

غونډه کې ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو، دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيرانو، ددفاع، کورنو چارو،خزانې وزيرانو ،خارجه مشاور، دملي امنيت صلاح کار، دخفيه ادارو، ايي ايس ايي، اي بي او ايم ايي مشرانو او خارجه سکتر اعزاز چوهدري په ګډون لوړپوړو چارواکو ګډون کړى دى.

دغونډې څخه وروستو دجاري شوې اعلاميې ترمخه دملي امنيت صلاح کار ليفټننټ جنرل(ر) ناصر خان جنجوعه په نيپ دعمل درامد لاره کې دپيښو ستونزو په اړه دغونډې برخه والو ته حال احوال تير کړى دى.

داعلاميې ترمخه په نيپ دهر اړخ څخه غور شوى او په دې خبره اتفاق شوى چې په قومي او صوبايي کچه ګډو هڅو ته اړتيا ده ترڅو دقومي ايکشن پلان لاندې تردې مهاله شوې لاسته راوړنې پځايې وساتل شي او په هاغو برخو پرمختګ وکړى شي په کومو چې تر دې مهاله داطمينان وړ عمل نه دى شوى.

غونډه کې دملي امنيت صلا کار په دې خبره زور راوړى چې په ايکشن پلان عمل درامد لپاره دصوبو کردار زيات مهم دى.

غونډه کې پريکړه شوې ده چې استخباراتي ادارو ته به داسې ماحول ورکولى شي په کوم کې چې هغوي دقانون په دايره کې دننه په غوره توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کړى شي.

غونډه کې صوبو ته داستخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې دنظام دموثره کولو او ترهه ګرو دمرسته کونکو په ضد په ګامونو تُندولو غور شوى دى.

غوندې ته دوينا په مهال وزيراعظم نوازشريف ويلي دي چې” مونږ دترهه ګرۍ خلاف په جګړه بوخت يو او دتندلاريتوب په ضد جګړه زمونږ دقومي تګلارې مهمه برخه ده. “

وزيراعظم وويل چې په ايکشن پلان دعمل درامد کلکه اراده لري او وفاق به دې لړ کې صوبو سره بشپړه مرسته کوي.

دنيشنل ايکشن پلان دغونډې څخه وروستو دملي امنيت دکميټۍ غونډه هم شوې چې پکې په سيمه ييزو او نړيوالو معاملو غور شوى، دغه غونډه کې دلانجمنې سيمې کشمير په وېشونکې کرښه( لاين اف کنټرول) دتاوتريخوالي په معامله هم غور شوى دى.

XS
SM
MD
LG