لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي خبریال په ایران مقدمه درج کړې


رضائیا د هغو څلورو خبریالانو د ډلې څخه ؤ څوک چې د جنورۍ په میاشت کې د ایران د بند نه خوشي شو
رضائیا د هغو څلورو خبریالانو د ډلې څخه ؤ څوک چې د جنورۍ په میاشت کې د ایران د بند نه خوشي شو

امریکاي خبریال چې ۱۸ میاشتې د ایران په بندکې ؤ د ایران د حکومت په ضد يې مقدمه درج کړې او ادعا يې کړې ده چې هغه یرغمل کړی شوی او تشدد پرې شوی دی ، هغه ویلي د دغه لارې ایران د امریکايي حکومت نه مراعات اخستل .

د واشنګټن پوسټ خبریال جیسن رضائیا چې مقدمه یې درج کړې ویلي دي هغه ښه په عقل نیول شوی، چې د ایران امریکې سره په خبرو کې لاس بر شي او دا چې ایران هغه د امریکا په وړاندې وکاروي .

په مقدمه کې ویل شوي چې ایراني چارواکو د رضائیا او د هغه مېرمن (چې دوه میاشتې هغه هم په بند کې ساتل شوې) په اړه بیا بیا دا خبره کړې وه چې رضائیا د بندیانو خلاصولو په لړ کې د اهمیت وړ دی .

رضائیا د هغو څلورو خبریالانو د ډلې څخه ؤ څوک چې د جنورۍ په میاشت کې د ایران د بند نه خوشي شو او له هغې څو ساعته وړاندې د امریکې او نړیوالو قوتونو د ایران سره په جوهري پروګرام تړون وشو .

د دې ترڅنګ امریکا اووه ایراني بندیان ازاد او د ۱۴ نورو په ضد يې لګېدلي تورونه ختم کړل .

رضائیا د دوشنبې په ورځ د ډسټرکټ آف کولمبیا یو امریکايي ضلعې عدالت کې خپله مقدمه درج کړې او د ایران نه يې نامعلومه هرجانه غوښتې چې د بند په مهال په هغه ظلم او تشدد شوی دی .

امریکایي خبریال دغه مقدمه د بهرنیو چارو د بشپړ مصئونیت د قانون لاندې درج کړې ده .

د دې قانون لاندې په عمومي ډول امریکايي عدالتونو کې د بهرنو حکومتونو په ضد مقدمه نه شي کېدی ولې په دې هغه هېوادونه شامل نه دي کوم چې د امریکې خارجه محکمې د ترهګرو مشري کوؤنکی ګرځولی وي .

د قانوني ادعا ترمخه رضائیا او د هغه مېرمن صالحي نه د ډېر ساعت پورې پوښتنې شوې هغوې ته د وژلو ګواښونه شوي او له دې امله خبریال د ذهني فشار د ناروغۍ ښکار شوی .

واشنګټن پوسټ ویلي په قانوني چارو کې نه دی ککړ البته د رضائیا د خوشي کېدو ملاتړ يې دوامداره ساتلی ؤ، ورڅپاڼې ویلي رضائیا د یو کال دپاره په چهټۍ ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG