لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: امریکا د روس سره خبرې  وځنډولې


امریکا به د روس سره جوړې اړیکې دومداره ساتي ځکه چې په شام کې د ترهګرۍ د مخنیوي په اړوند لانجمنو عملیاتو کې کموت راوستی شي .
امریکا به د روس سره جوړې اړیکې دومداره ساتي ځکه چې په شام کې د ترهګرۍ د مخنیوي په اړوند لانجمنو عملیاتو کې کموت راوستی شي .

د روس او شام لخوا په ښاریانو د پوځي بریدونو دوامداره ساتلو له سببه امریکا د روس سره د اوربند په اړوندخبرې ځنډوي .

یو بیان کې د امریکې خارجه محکمې ویاند جان کربي چې ( دا داسې پرېکړه نه ده چې په اسانۍ سره شوې ده) .

کربي ویلي چې د نظامي عملیاتو بندولو باندې د عمل کولو په لړ کې امریکاګنجایش نه دی پرېښودی او روس ( په خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلی دی) .

بیان کې ویل شوي چې ( روس یا خو په دغه خبره خوشحاله نه ؤ یا په کومو خبرو چې موافقه کېدو په هغې باندې د شام حکومت لخوا عمل کېده نه يقنيې کېدل) .

هغه ویلي چې ( د دې په ځاې روس اود شام حکومت پوځي لاره خپله کړې ده) .

د بیان ترمخه خبرې ځنډول شوي دي ولې امریکا به د روس سره جوړې اړیکې دومداره ساتي ځکه چې په شام کې د ترهګرۍ د مخنیوي په اړوند لانجمنو عملیاتو کې کموت راوستی شي .

روس په شام کې د بشارالاسد د حکومت پوځي ملاتړ کوي او امریکا د ځيني یاغي ډلو پلوي ده کوم چې د شام د صدر ویستلو دپاره جنګیږي .

تېره میاشت دواړه فریقه په اوربند کولو موافقه شوي ؤ چې موخه د تشدد پېښې کمول، د انساني خواخوږۍ په اساس مرستې رسؤل او ترهګرې ډلې کمزورې کول وو . ولې دغه تړون ډېر زر مات شو او په دواړو فریقو د دې تور لګي .

تېره اونۍ د امریکې خارجه وزیر جان کېري دهړکه ورکړې وه چې د روس سره خبرې ځنډېدی شي ځکه چې په حلب کې د شام په وګړو باندې بمي بریدونه روان دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG