لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند سره د کړکېچ په سر اسلام اباد کې د پارلیماني مشرانو غونډه


په دغه غونډه کې به وزیراعظم د سیاسي ډلو مشران د هېواد په ختیځه پوله روانو حالاتو باندې په اعتماد کې اخلي .
په دغه غونډه کې به وزیراعظم د سیاسي ډلو مشران د هېواد په ختیځه پوله روانو حالاتو باندې په اعتماد کې اخلي .

د هند ولقې لاندې کشمیر کې روانو حالاتو او د کشمیر ویشونکې پولې لائن آف کنټرول باندې د پاکستان او هند د روان کړکېچ په سر اسلام اباد کې د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د پارلیماني سیاسي ډلو غونډه روانه ده .

د سرکاري میډیا ترمخه په دغه غونډه کې به وزیراعظم د سیاسي ډلو مشران د هېواد په ختیځه پوله روانو حالاتو باندې په اعتماد کې اخلي . د دې ترڅنګ په غونډه کې دغو حالاتو ته د ګډ غبرګون ویلو جاج اخستلی شي .

راپورونه وايي غونډې ته سیکرټري خارجه اعزاز احمد چوهدري په کشمیر او لائن آف کنټرول باندې د روانو حالاتو تازه احوال تېر کړی دی .

د وزیراعظم په مشرۍ غونډه کې د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري، پارلیمان کې اپوزیشن مشر خورشیدشاه، د پښتونخواملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزۍ، د عوامي نیشنل پارټۍ غلام احمدبلور، مولانا فضل الرحمان، حاصل بزنجو، شاه محمود قریشي، سراج الحق، فاروق ستار او نور مشران ګډون کوي .

د وزیراعظم په مشرۍ د سیاسي ډلو د مشرانو دغه غونډه په داسې حال کې کيږي چې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار په یو تازه بیان کې ویلي چې نن د ګل /دوشنبې په سهار لائن اف کنټرول باندې په نیزه پیر سیکټر باندې هندي ځواکونو ناتاره ډزې کړي دي .

له دې وړاندې هم چارواکو تېره شپه په پوله د هندي ځواکونو د ډزو کولو ادعا کړې وه .

بل لور ته راپورونه وايي هم تېره شپه د هند د ولقې لاندې کشمیر د باراموله ولسوالۍ سره نزدې د هندي پوځ په یو کېمپ برید کې یو هندي عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .

تېره اونۍ د هند د دفاع وزارت ویلي د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې یې د ترهګرو په ضدهدفي عملیات کړي ولې پاکستان دغه ادعا رد کړې وه .

د هندي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې يې ترهګر وژلي خو پاکستان ویلي ؤ چې په پوله باندې نښته کې يې دوه عسکر وژل شوي وو .

دغه تازه لړې په داسې وخت کې پېل شوې چې تېره میاشت د هند د ولقې لاندې کشمیر د باراموله په اُړي نومې سیمه کې د هندي پوځ په یو مرکز وسله وال برید کې نزدې ۱۸ هندي عسکر وژل شوي وو .

هند په پاکستان تور لګولی ؤ چې دغه برید ته د پاکستان ملاتړ ترلاسه ؤ ، ولې پاکستان دغه تور رد کړی او ویلي یې ؤ چې دغه برید د هند د ولقې لاندې کشمیر کې د روانو حالاتو غبرګون کېدی شي او هند د دغه د لارې د خپله لاسه په کشمير کې د بشري حقونو د سرغړونې نه د نړۍ مخ اړول غواړي .

د جولايۍ په میاشت کې د هندي ځواکونو د لاسه کشمیر کې د بیلتون پاله کمانډر برهان واني د وژنې وروستو دغلته حالات کړکېچن او د پاکستان او هند اړیکې تاؤژنې شوي دي .

په دغو روانو حالاتو کې پاکستان کې د سارک هېوادونو سرمشریزه غونډه د هغې وروستو وځنډېده چې هند په غونډه کې د ګډون انکار وکړو . د سارک هېوادونو غونډه د نومبر په میاشت کې ټاکل شوې وه .

Recommended

XS
SM
MD
LG