لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په کندوز بریدونه پېل کړي


د کال ۲۰۱۵م د ستمبر په میاشت کې طالبانو کندوز نیولی او څو ورځې وروستو ترې بیرته دولتي ځواکونو اخستی ؤ .
د کال ۲۰۱۵م د ستمبر په میاشت کې طالبانو کندوز نیولی او څو ورځې وروستو ترې بیرته دولتي ځواکونو اخستی ؤ .

افغان چارواکو ویلي وسله والو طالبانو د هېواد په شمال کې پروت کندوز ښار باندې ډله ييز بریدونه کړي او ښار ته ننوتي دي . بل لور ته طالبانو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده .

د چارواکو په وینا نن د ګل/دوشنبې په سهار طالبانو کندوزښار باندې باندې د څلورو اړخونو نه بریدونه پېل کړي اودولتي ځواکونو يې په شا د تمبولو هڅه کوي .

د طالبانو ویاند ویلي وسله والو يې د ښار یو شمېر پوستې یې نیولي او جګړه روانه ده . په دغه روانه جګړه کې تراوسه پورې د تلفاتو په اړه معلومات مخې ته نه دي راغلي .

کندوز باندې برید په داسې حال کې شوی چې یوه ورځ وړاندې برسلز کې د افغانستان په سر مهمه غونډه شوې او افغان صدر اشرف غني نړیوالو مشرانو سره لیدلي دي .

د کال ۲۰۱۵م د ستمبر په میاشت کې طالبانو کندوز نیولی او څو ورځې وروستو ترې بیرته دولتي ځواکونو اخستی ؤ .

افغان ځواکونو ته د امریکا او نېټو ځواکونو ملاتړ ترلاسه دی او دوې په وروستیو کې زیاتره عملیات د کندوز او هلمند په ګډون د هېواد په شمالي سیمو کې کړي دي .

بل لور ته وسله والو په وروستیو کې د هېواد په ختیځ، شمال ختيځ او منځني افغانستان کې نوې عملیات پېل کړي او افغان ځواکونو باندې يې فشار لا نور سېوا کړی دی .

افغانستان کې د امریکا او نېټو ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن ترمخه یواځې د جولايۍ په میاشت کې وسله والو طالبانو سره په جګړو کې ۹۰۰ افغان پوځي عسکر او پولیس سرتيري وژل شوي دي .

بل لور ته طالبانو په یو بل بیان کې د هلمند د ناوې ولسوالۍ نیولو ادعا کړې ده . طالبانو ویلي د ځانمرګي برید د لارې یې دغه عملیات پېل کړي او بیا نور طالب وسله والو بریدونه پېل کړي او افغان ځواکونه يې په شا تمبولي دي .

د هلمند امنیتي چارواکو د ولسوالۍ سقوط کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د هلمند سره تعلق لرونکي د ولسي جرګې یو استازي عبدالودود پوپل وایس اف امریکا ته ویلي طالبانو نن د سختې جګړې وروستو د ولسوالۍ مرکزنیولی دی .

د پوپل په وینا په دغو جګړو کې د ولسوالۍ امنیه قومندان احمدشاه سالم هم وژل شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG