لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کشمیرکې د هندي پوځ په کېمپ برید شوی


په دغه برید کې د هند د سرحدي ځواک یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .
په دغه برید کې د هند د سرحدي ځواک یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .

د هند د ولقې لاندې کشمیر د باراموله ولسوالۍ (ضلعې) سره نزدې د هندي پوځ په یو کېمپ باندې د اتوار په شپه ناوخته وسله وال برید شوی، او لږ ترلږه یو سرتېری پکې وژل شوی دی .

راپورونه وایي دغه وسله وال برید د راشټریه رایفل په یو کېمپ باندې شوی دی، هندي چارواکو ویلي دوه وسله وال چې په کېمپ ورننوتل يې غوښته، سرتېرو سره په نښته کې وژل شوي او کېمپ ته نه دي داخل شوي .

ځيني راپورونه وايي نښته کې دوه برید ګر وژل شوي او څلور نور په تېښته کې بریالي شوي دي .

په دغه برید کې د هند د سرحدي ځواک یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .

چارواکو ویلي په سیمه کې يې د مشکوکو وسله والو د لټون عملیات پېل کړي دي .

نزدې دوه اونۍ وړاندې د هندي کشمیر په اُړي علاقه کې د هندپه یو پوځي مرکز برید کې لږترلږه ۱۸ سرتيري وژل شوي وو .

هند تور لګولی چې دغو برید ګرو د پاکستان ملاتړي وو، ولې پاکستان دغه تور رد کړی ؤ .

د اُړي د برید نه وروستو د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ سېوا شوی او تیره اونۍ هند د کشمیر ویشتونکې پولې لائن آف کنټرول سره نزدې د مشکوک وسله والو په ضد د هدفي عملیاتو او ځيني جنګیالو د وژنې ادعا کړې وه ، ولې پاکستان ویلي د هند لخوا هیڅ ډول هدفي عملیات نه دي شوي .

خو پاکستاني چارواکو په لائن آف کنټرول د هندي ځواکونو په ډزو کې د دوه پاکستاني سرتيرو د وژنې پخلی کړی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG