لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ مالیې نه ورکولو په اړه نیویارک ټايمز رپورټ خپور کړی


راپور کې ویل شوي چې ټرمپ کومه مالیه ورکوله په هغې کې د کمي په صورت کې هغه د راتلونکو ۱۸ کلونو دپاره د ماليې ورکولو نه خلاص ؤ .
راپور کې ویل شوي چې ټرمپ کومه مالیه ورکوله په هغې کې د کمي په صورت کې هغه د راتلونکو ۱۸ کلونو دپاره د ماليې ورکولو نه خلاص ؤ .

د امریکې وتلې ورځپاڼې (نیویارک ټايمز) کې د خپور شوي یو راپور ترمخه د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډونلډټرمپ په کال ۱۹۹۵م کې د مالیې په ګوشوارو کې ویلي چې هغه ته ۹۱ کروړه او ۶۰ لاکه ډالره تاوان اوړېدلی .

راپور کې ویل شوي چې ټرمپ کومه مالیه ورکوله په هغې کې د کمي په صورت کې هغه د راتلونکو ۱۸ کلونو دپاره د ماليې ورکولو نه خلاص ؤ .

د راپور ترمخه په داسې کولو چې هغه به خواوشا یو ارب ډالرو تاوان ورکوي ، د راتلونکو ۱۸ کالو پورې د پينځه کروړه کلنۍ ګټې په سر د ورکوؤنکې ماليې نه خلاصېدی شي .

ورځپاڼه وايي چې د ماليې کارپوهان په دې لړ کې وايي چې هغوې د ټرمپ د ماليې په اسنادو کې کومه غېرقانوني خبره نه ده ليدلې .

په دې لړ کې د مالیې په اړه د هغه قانون نه ګټه پورته کړی شوې کوم چې په ځانګړي ډول هغه امریکايي کورنۍ د ځان دپاره ګټور ګڼي کوم چې د ټرمپ په رنګ خپله پېسه په شراکتي کمپنو کې ږدي د کومو زمه وارۍ محدود وي او وړې کمپنۍ وي .

د ډیموکریټک ګوند صدارتي کاندیدې هیلري کلنټن د دوشنبې په ورځ صدارتي مباحثه کې په دغې اړه خبره کړې وه چې ټرمپ د خپلې ماليې اسناد ځکه نه خپروي چې په ډاګه به شي چې هغه کومه مرکزي مالیه نه ده ورکړې .

ټرمپ په مباحثه کې هیلري ته په ځواب کې ویلي ؤ چې ( دا زما هوښیارتوب څرګندوي) .

د نیویارک ټايمز ترمخه چې د ماليې ریکارډ ټرمپ ته د دغه لارې ترلاسه کېدونکې ( غېرمعمولي ماليې ګټې) څرګندوي ، کومې چې هغه ته د ۹۰م په لیسزه کې د خپلو درې کمپنو کې د خرابې سرمایه کارۍ نه د اوړيدلي تاوان په ترڅ کې ترلاسه شوې وې .

ورځپاڼې ویلي چې د ماليې اسناد جیک مټنک ته هم ښکاره کړی شوي چا چې د ۳۰ کالو پورې د ټرمپ د ماليې معاملات کتلي، هغه نیویارک ټايمز ته ویلي چې د ماليې دا اسناد په ښکاره مستند دي .

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي چې د ټرمپ وکیلانو په دغو اسنادو خپرولو باندې د قانوني لارو خپرولو په اړه خبرداری ورکړی ؤ ځکه چې ټرمپ د دغو اسنادو خپرولو اجازه نه ورکوله .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG