لاس رسیدونکی لینک

حلب کې د یاغیانو په علاقه کې روغتون باندې بمباري شوې


شام کې د بشري حقونو څارنوالو ویلي چې حلب کې د درې لاکه کسانو د طبي درملنې دپاره ټول ۳۰ ډاکټران پاتې شوي دي ،

شام کې د بشري حقونو څارنوالو ویلي چې حلب کې د درې لاکه کسانو د طبي درملنې دپاره ټول ۳۰ ډاکټران پاتې شوي دي ،

امدادي کارکوؤنکو ویلي د خالي/شنبې په ورځ د حلب په ختیځ کې د یاغیانو د ولقې لاندې علاقه کې یواځيني غټ روغتون باندې بمي برید شوی دی او د شام دولتي پوځ او اتحادي روس یې د پوره ښار په ولقه کې اخستو هڅه کوي .

(سیرین امریکن ميډیکل سوسایټي) یو ویاند ویلي چې (اېم ۱۰روغتون) باندې په داسې حال کې لږترلږه دوه بېل بمونه لګېدلي چې هلته ډاکټران د ناروغانو په درملنه بوخت وو .

ادهم سهلول خبریالانو ته ویلي تباه شوي دغه روغتون کې طبي کارمندان او ځینې ناروغان ګېر دي، او د چهارشنبه په ورځ هوايي عملیاتو کې دوه روغتونونه تباه شوي دي په دغو بریدونو کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي .

شام کې د بشري حقونو څارنوالو ویلي چې حلب کې د درې لاکه کسانو د طبي درملنې دپاره ټول ۳۰ ډاکټران پاتې شوي دي ، دا په داسې حال کې ده چې دولتي پوځ د ښار په شمال کې په مهمو علاقو د ورختلو دپاره عملیات دومداره ساتلي دي .

د شنبې په ورځ څارنوالو ویلي ؤ چې لږ ترلږه ۲۰ کسان وژل شوي چې پکې شپږ ماشومان هم شامل دي او په ښار کې د یاغیانو په علاقه کې نور بریدونه هم شوي دي .

بل لور ته د صحت نړيوالې ادارې ویلي د شام په ختیځ حلب ښار کې په لسګونو ناروغه او ژوبل کسان دې په فوري توګه راوویستل شي ، ادارې ویلي په تېرو دوه اونو کې په لسګونو کسان وژل شوي چې پکې درېمه برخه ماشومان وو .

د صحت نړیواله اداره کې د بیړني امداد مشر رِک برینن ویلي ( حالات د قابونه بهر دي او د صحت د مامورینو ترمخه په تېرو څو اونو کې ترسره شوؤ بریدونو کې ۸۴۶ کسان وژل شوي چې پکې ۱۰۶ ماشومان وو، ۱۴۶ ژوبل شوي چې پکې درېمه برخه ۲۶۱ ماشومان وو) .

د امریکې صدر باراک اوباما ختيځ حلب ښار کې ( د روس او شام وحشي هوايي عملیاتو) په پایله کې د عامو خلکو وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده .

XS
SM
MD
LG