لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دحزب اسلامي او افغان حکومت دسولې دتړون هرکلى کړى


دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه پاکستان پرله پسې په دې خبره ټينګار کړى چې افغانستان کې دستونزې دهواري هيڅ عسکري هوارى نشته.
دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه پاکستان پرله پسې په دې خبره ټينګار کړى چې افغانستان کې دستونزې دهواري هيڅ عسکري هوارى نشته.

پاکستان دافغان حکومت اؤ حزب اسلامي ډلې ترمينځ دسولې دتړون دلاسليک کيدو هرکلى کړى دى.

په ډاګه دې وي چې تيره ورځ دافغان کمانډر ګلبدين حکمتيار دډلې حزب اسلامي او افغان حکومت ترمينځ دسولې په يو تړون لاسليک شوى ؤ.

دسولې په مسوده دافغانستان دملي امنيت صلاح کار، دحزب اسلامي دمذاکراتو مشر او دافغانستان دسولې دعالي شورا مشر لاسليک کړى و.

ددغه تړون لاندې به ګلبدين حکمتيار ته دڅه رقم مقدمو په ضد تحفظ ترلاسه وي ، ددې په بدل کې دهغه ډلې د افغانستان داساسي قانون دملاتړ او تشدد دلارې دپريښودو ژمنه کړې ده.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه پاکستان پرله پسې په دې خبره ټينګار کړى چې افغانستان کې دستونزې دهواري هيڅ عسکري هوارى نشته.

بيان کې ويل شوي دي چې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات دټينګښت ترټولو غوره لاره دافغانانو په مشرۍ اؤ ملکيت کې سياسي هوارى دى نو ځکه دافغان حکومت او حزب اسلامي ترمينځ دسولې دتړون کاميابه خاتمه د ډاډګيرنې وړ ده.

بيان کې هيله څرګنده کړى شوې ده چې دسولې دغه تړون به افغانستان کې داوږدمهاله امن په خاطر دافغان حکومت او ياغي ډلو ترمينځ دسولې دنورو تړونونو لپاره هم لاره هواره کړي.

بيان کې دا هم ويل شوي دي چې دپاکستان حکومت او اولس دافغانستان ولس او حکومت سره دهغوي دسولې،پرمختګ او خوشحالۍ په برخه کې به يې ملاتړ دوامداره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG