لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د حزب اسلامي مشر حکمت یار سره د سولې موافقه لاسلیک کړه


په دغه موقع صدر اشرف غني وويل هغه د حکمتيار نوم د ترهه ګرو د فهرست نه ويستلو لپاره د ملګرو ملتونو او امريکا سره خبرې کوي .
په دغه موقع صدر اشرف غني وويل هغه د حکمتيار نوم د ترهه ګرو د فهرست نه ويستلو لپاره د ملګرو ملتونو او امريکا سره خبرې کوي .

افغان صدر اشرف غني او د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدين حکمتيار په صدارتي ماڼۍ ارګ کې راجوړې ځانګړې دستورې په ترڅ کې د سولې موافقه لاسليک کړه .

په دغه موقع صدر اشرف غني وويل هغه د حکمتيار نوم د ترهه ګرو د فهرست نه ويستلو لپاره د ملګرو ملتونو او امريکا سره خبرې کوي.

دواړه مشرانو په دغه موافقه باندې نن د زيارت په ورځ د ويډيو لنک د لارې لاسليک وکړ او د دغو مراسمو ننداره په ځايي ټېلي وېژن چېنلو نېغ په نېغه ښکاره کړی شوه

د موافقې د لاسليک کېدو په وخت اشرف غني په خپله صدارتي ماڼۍ ارګ کې موجود وو ولې دا نه دي ویل شوي چې دغه وخت حکمتيار چرته موجود وو

په دغه موقع صدر اشرف غني وویل ، د دغې موافقې اصلي هدف دا دی چې افغانستان له روان بحران څخه وویستل شي او ټینګار یې وکړ، چې د هغه او د ښاغلي حکمتیار ګډه وظیفه ده چې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او افغانان له اوسني ناورین څخه وباسي.

ښاغلي صدر وویل " ټول افغانان په دې هیواد کې حق لري، داسې نتیجې ته نه رسیږو چې میم زرما ټوله زما، سوله قیمت لري او وړیا نه ترلاسه کیږي د سولې لپاره ان له خپل سر نه تیر یم".

د ولسمشر غني پر وینا له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې مهم ارزښت دا دی چې د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې له لاسلیک شوې او د دغې موافقې یوه ماده هم له اساسي قانون سره په ټکر کې نه ده .

ولسمشر غني وویل د دغې موافقې بله ځانګړتیا دا ده چې د بین‌الافغاني خبرو په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده .

افغان ولسمشر یو ځل بیا پر وسله‌والو ډلو د سولې غږ وکړ او وې ویل، اوس طالبان او نورو وسله‌والو مخالفو ډلو ته دا فرصت برابر شوی تر خپله لار معلومه کړي، چې د افغان ملت تر څنګ ودریږي او که د پردیو په لمسون په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي.

ولسمشر غني وویل "موږ له پاکستان نه سوله نه غواړو بلکې له پاکستان سره سوله غواړو، ځکه چې موږ کولی شو په خپل منځ کې سولې ته ورسیږو".

د ښاغلي غني پر وینا اوس افغانانو او ټولې نړۍ ته معلومه شوې چې څوک جګړه غواړي او څوک سوله. هغه وویل د ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو څیره به نړیوالو ته بربنډه کړو.

ښاغلي حکمتیار په دغه موقع خپل ویډیويي پیغام کې د سولې موافقه د ټولو افغانانو په ګټه وبلله او و یې ویل، چې د دې موافقې په تطبیق سره به افغانستان تلپاتې سولې ته ورسیږي .

ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې روانه جګړه افغان وژنه وبلله او له ښکیلو غاړو څخه یې وغوښتل چې له وسله‌والې جګړې لاس واخلي او د بین‌الافغاني خبرو لار غوره کړي .

ښاغلي حکمتیار وویل "زه پر ټولو افغانانو غږ کوم چې راشئ بین‌الافغاني مذاکرات پیل کړئ، د پوستو او ولسوالیو لاس په لاس کېدل له عقلي او شرعي پلوه منطقي او جایز عمل نه دی، یوازې افغانان په کې مري".

دحزب اسلامي مشر ټینګار وکړ، چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د جګړې ښکېلې غاړې اوربند وکړي او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې لومړی ګام پورته او یو شمیر طالب بندیان له قید او شرط پرته خوشې کړي .

افغانستان کې په کال ۲۰۰۱م کې د طالبانو د واک نه لرې کيدو وروستو پېل شوو جنګونو نه وروستو د افغان حکومت او کومې وسله والې ډالې ترمېنځ کېدونکې دا وړومبۍ موافقه ده دغه پرمختګ په نړيواله کچه ستايل کېږي او دا هم وېل کېږي چې دا په راتلونکې کې د طالبانو سره د امن تړون لپاره مثال هم جوړېدی شي .

حکمتيار باندې د لګېدلو بندېزونو د ختمېدو په صورت کې هيله کېږي هغه بېرته افغانستان ته راشي .

د حزب اسلامي په کابل کې د ناست پلاوي مشر امين کريم ويلي چې په راتلونکيو څو اوونو کې داسې پرمختګ امکان لري، دغه موافقه چې نن لاسليک شوه د افغانستان د سولې د عالي شوری او د حزب اسلامي د استازو ترمېنځ د يوې مودې راهسې روانه وه او تېره اوونۍ دغه خبرو ته د پای ټکي کېښودل شو او د دې د سېوري لاندې به حزب اسلامي په افغانستان کې په بشپړ ډول سياسي حقونه ترلاسه کولی شي .

افغان مشرتابه په ملک کې د سولې دپاره نورو وسله والو ډلو ته هم د خبرو وړانديز کړی دی ولې طالبانو تر اوسه پورې دغه وړانديز ته مثبت ځواب نه دی ويلی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG