لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند لخوا د بریدونو ادعا پاکستان رد کړې


د هند دفاع وزرات وئيلي هدفي عملياتو کې يي يو شمير ترهګر وژلي دي خو بلخوا پاکستاني چارواکي وائي چي په پوله نښته کې يي دوه عسکر وژل شوي دي .
د هند دفاع وزرات وئيلي هدفي عملياتو کې يي يو شمير ترهګر وژلي دي خو بلخوا پاکستاني چارواکي وائي چي په پوله نښته کې يي دوه عسکر وژل شوي دي .

د هند او پاکستان ځواکونو تر مينځ نښته شوې او هند ادعا کړې چې د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې يي د ترهګرو په ضد هدفي عمليات(سرجيکل سټرائیک) کړي دي خو پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او وئيلي يې دي هند د پولې پوري غاړې نه ډزې کړي دي .

د هند دفاع وزرات وئيلي هدفي عملياتو کې يي يو شمير ترهګر وژلي دي خو بلخوا پاکستاني چارواکي وائي چي په پوله نښته کې يي دوه عسکر وژل شوي دي .

د زيارت په ورځ د دفاع او پوځ ګډې خبري غونډي ته د هند پوځ مشر جنرال رنبير سنګ وئيلي عمليات يي د نيمې شپې نه پېل کړي وو او تر سحره يي دوام درلود او يو شمېر ترهګر او سهولت کار يي پکې وژلي دي .

جنرال دا نه ده په ډاګه کړې چې هدفي عمليات کومو کومو سيمو کې تر سره شوي دي .

بلخوا د پاکستاني پوځ د عامو اړيکو څانګې ائي ايس پي ار د هند دغه دعوې رد کړي او وئيلي دې د هدفي عملياتو خبره بې بنياده ده او د پولې پورې غاړي نه يي د پاکستان انتظام لاندې علاقو باندې ګوله باري کړې ده .

د پاکستان وزير اعظم وئيلي هند دې دوي د پرامنه اړیکو خواهش د پاکستان کمزوري نه ګڼي او که بيا داسې پيښه رامينځ ته شوه پاکستاني عسکر به يي په کلکه ځواب ورکوي .

د دواړو هيوادونو اړيکي د هند انتظام لاندې کشمير کې د پوځ په مرکز د بريد وروستو ترينګلې شوي او به يو بل د ترهګرو د مرستو او داخلي چارو کې د لاس وهنې تورونه لګوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG