لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مودي په اسلام اباد کې د سارک غونډه کې ګډون نه کوي


دغه اعلان په داسې وخت کې شوی چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترینګلي دي .
دغه اعلان په داسې وخت کې شوی چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترینګلي دي .

هند د نهې/سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې وزیراعظم نریندرا مودي به د نومبر په میاشت کې د سويلي اسیايي هېوادونو تنظیم سارک په اسلام اباد کې کېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي . دغه اعلان په داسې وخت کې شوی چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترینګلي دي .

یوه ورځ وړاندې د هند وزیراعظم نریندرا مودي ویلي ؤ چې کمشیر کې د هندي ځواکونو په مرکز د برید چې پکې ۱۸ عسکر وژل شوي، وروستو به پاکستان د سفارتي لارې په نړیوال کچ یواځې کوي .

د هند لخوا په پاکستان کې تُندروه ډله باندې د دغه برید د تور لګېدو وروستو د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوي دي . اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي چې دا برید د هند د ولقې لاندې کشمیر کې د روانو حالاتو په غبرګون کې شوی وي .

د هند د بهرنو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي ( چې په سیمه کې د پولې د پورې غاړې نه بریدونو سېوا کېدو او د سارک د غړي هېواد په منځني چارو کې لاس وهنې داسې حالات جوړ کړي چې هغه (پاکستان) به په بریالي توب سره د سارک د غونډې کوربه توب ونه وکړي) .

بیان کې د کوم وضاحت پرته ویل شوي چې د سویلي اسیا نور هېوادونه هم په دغو تحفظاتو خبر کړی شوي دي .

سارک تنظیم کې هند، پاکستان، بنګله دیش، نیپال، بهوټان، سري لنکا، افغانستان او مالديپ شامل هېوادونه دي .

د هند د سویلي اسیايي هيوادونو دې غونډه کې د ګډون نه کولو فيصلې وړاندي د دغه هېواد د خارجه چارو وزيرې شسمه سوراج د ملګرو ملتونو غونډه کې ویلي ؤ چي د هغو هېوادونو پر ضد ګامونه پورته کول پکار دي چي نورو هيوادونو ته ترهګر ليږي د ترهګرو پالنه او روزنه کوي .

د هغې وينا وه پاکستان په دې باور دی چې د وسله والو ډلو د لارې په کشمير کې خپل واک مضبوط کړي خو دغه د پاکستان تش خیال دی او کشمير د هند د وجود برخه ده .

پاکستان دغه ټول تورونه رد کړي او ويلي يي دي هند د دروغو نه کار اخلي .

د هند خارجه وزارت ویلي د کشمير برید کې د ککړو دوه سهولت کارو پېژندګلو يې پاکستان سره شریکه کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG