لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کلنټن او ټرمپ وړومبۍ صدراتي مباحثه کې په ملکي او بهرنو چارو خبرې


د ډیموکريټک ګوند کاندیدې هیلري کلنټن او د ریپبلکن ګوند کاندید ډونلډټرمپ ترمنځ وړومبۍ مباحثه دنیویارک په هيمپسټډ ښار کې هافسرا یونیورسټۍ کې وشوه .
د ډیموکريټک ګوند کاندیدې هیلري کلنټن او د ریپبلکن ګوند کاندید ډونلډټرمپ ترمنځ وړومبۍ مباحثه دنیویارک په هيمپسټډ ښار کې هافسرا یونیورسټۍ کې وشوه .

د امريکې د صدارتي مباحثو په تاریخ کې په وړومبي ځل د سړي او ښځينه کاندیدې ترمنځ مباحثه شوي دي ، له مباحثې وړاندې د تازه نظرپوښتنې ترمخه هیلري کلنټن سره د ټرمپ نه درې پوائنټونه سېوا وو .

د ګل/دوشنبې په ورځ د شوې مباحثې کوربه د اېن بي سي نیوز لیسټر هولټ ؤ .

دغه مباحثه د ګردې نړۍ نه ۱۰ کروړه خلکو نېغ په نېغه کتلې ده . دواړه کاندیدانو په سټېج د راتلونه وړاندې یو بل سره لاس مېلاؤ کړو . هیلري کلنټن سور او ټرمپ د تور رنګ سوټ یا جامې اغوستې وې .

د هیلري کلنټن نه وړومبۍ پوښتنه د معیشیت او امدن د تناسب او روزګار پېدا کولو په اړه وشوه ، هغې وويل روزګار به د ټیکنالوجۍ په برخه کې پېدا کيږي، د ادارو ګټه به په ټولو کارکوؤنکو ویشل یقيني کولی شي او هغوې ته به نورې اسانتیاوې ورکولی شي . او ډونلډټرمپ وویل چې میکسیکو او چین زمونږ روزګارونه خپلو هېوادونو ته وړي هغه وویل مونږ ته به د خپل تجارت معاهدې بیا لیکل وي .

ټرمپ وویل مالدار خلک نوي روزګارونه پېدا کوي، که هغوې باندې ټېکسونه کم شي نو نوي کاروبارونه به پېل کړي او خپل دولت به بیرته ملک ته راوړي . هغه وویل د دې لارې به د دوه اعشاریه پینځه نه تر پينځه ټریلینه (کهرب) ډالره پورې بیرته راشي .

هیلري کلنټن وویل چې هغهد کالج زده کړې د عامو خلکو لاسو ته رسؤل غواړي د زده کړو کوؤنکو قرضونه بخښل غواړي او ټرمپ وویل دا سیاسي نعرې دي او کله به هم پوره نه شي .

ټرمپ نه د هغه د ټیکس ګوشوارو د تپوس کې نوموړی وویل د هغې اډټ (پړتال) روان دی او د هغې وروستو به خپلې ګوشوارې ښکاره کړي . هغه وویل چې کله هیلري کلنټن خپل ۳۰زره ایمیلونه ښکاره کړي دی به خپل ګوشوارې هم مخې ته راوړي .

کلنټن وویل ټرمپ خپل ګوشوارې ځکه نه ښکاره کوي چې د هغه دروغ به ښکاره شي او هغه مرکزي ټیکس نه جمع کوي او دا چې هغه ۶۵۰ ملینه ډالره ټیکس نه دی ورکړی . د ایمیلونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې کلنټن وویل دا د هغې غلطي وه بخښنه يې پرې غوښتې او ټرمپ وویل دغه کار يې په عقل کړی دی .

ټرمپ وویل په داسې وخت کې چې امریکا باندې ۲۰ ټریلینه ډالره قرض دی یو کاروباري سړی صدر جوړېدل پکار دي، هغه وویل زمونږ ملک (امریکا) ته نوي سکولونه، هوايي اډې، روغتونونه او سړکونه پکار دي .

کلنټن په ټرمپ تور ولګوؤ چې هغه خپلو کارکوؤنکو ته پوره پېسې نه ورکوي .

د نسلي بې برابرۍ په اړه باندې خبرو کې کلنټن وویل د دې د مخې نیولو دپاره ډېر کار کول دي په دې کې به د پوليس او اولس ترمنځ باور په ځاې کول دي د پولیس روزنه ښه کول او د انصاف په نظام کې بدلون کول دي .

ټرمپ وویل مونږ ته قانون سرلوړه ساتل وي . هغه د صدر اوباما د پلارني ښار شکاګو حواله ورکړه او وې ويل سږکال هلته د لارو کوڅو په جرمونو کې درې زره تنه وژل شوي او دا چې په غېرقانونه توګه ملک ته راتلونکې د دې زمه وار دي . کلنټن وویل مونږ ته به د ټوپکو قابو کولو دپاره د خلکو په تېر وخت باندې نظر اچول وي او هغه خلک چې زمونږ دپاره خطره جوړ دي د هغوې ټوپکو ته لاس رسی نه دی پکار .

ټرمپ وویل سیاست مدارو افریقايي هېوادونه کارولي او دوې یواځې د ووټ په وخت کې یادول کيږي .

کلنټن د ټرمپ د نسلي برابرۍ په رویه ټکونه وکړل چې ټرمپ په کال ۱۹۷۳م کې تور پوستو ته د اوسېدو په خپله ودانۍ کې د ځاې ورکولو نه انکار کړی ؤ په داسې کولو د انصاف محکمې په هغه مقدمه کړې وه ، هم له دې کبله ټرمپ د وړومبي تور پوستي صدر د زېږون د سرټیفیکیټ غوښتنه کړې او د هغې وروستو یې هغه جعلي وګرځوله .

د سایبر حملو د پوښتنې په ځواب کې هیلري وویل مونږ د دوه ډوله دښمنانو سره مخ یُو، یو هغه چې د دې لارې پېسې پېدا کوي او بل هغه چې ریاستونه یې کوي، لکه روس چې زمونږ د ادارو معلومات پټوي او ډونلډټرمپ د روس صدر پيوټن ته ښه لیډر وايي .

د داعش په ضد د مبارزې د تپوس په ځواب کې کلنټن وویل هغه به ترهګر کمانډران ختم کړي څنګه چې هغې د خپل خارجه وزارت په وخت کې اسامه بن لادن په نخښه کړی ؤ . ټرمپ وویل که چرته په عراق کې لس زره عسکر پاتې کړی شوی وی نو نن به عراق بدل ؤ او د تېلو کوهیان به يې د ترهګرو په ولقه کې نه وو .

په ملک کې دننه د ترهګر بریدونو په اړه کلنټن وویل مونږ ته د خپل دوست هېوادونو سره د معلوماتو شریکولو نه د دغو حملو د وړاندې نه مخه نیولو کې مرستې ترلاسه شوي دي . ټرمپ په انکار کولو سره وویل امریکا په ایران د فشار زیاتولو په ځاې هغه سره تړون وکړو او د نيټو په اړه ټرمپ وویل په دغه اتحاد د خرڅ شوي رقم ۷۳فیصده برخه امریکا ورکوي ټرمپ وویل مونږ چې د کومو ملکونو دفاع کوؤ هغوې له پکار ده چې مونږ له پېسې راکړي .

ایټمي وسلو باندې خبرو کې کلنټن وویل چې د ټرمپ غوندې سړي له د هغې کوډز ورکول نه دي پکار او ټرمپ وویل ایټمي وسله د نړۍ دپاره تر ټولو غټه خطره ده .

ټرمپ ایران سره په شوي تړون نېوکې وکړې او دې ته يې د نړې تر ټولو بد تړون وویل او زیاته یې کړه چې نېتن یاهو هم په دې نه دی خوشحاله .

کلنټن وویل زما په جمهوریت یقین دی او زه به په ووټرانو باور کوم . ټرمپ وویل ماته د امریکا راتلونکی خوښ دی زه امریکا بیا تر ټولو ښه جوړول غواړم ، زه یقین نه کوم چې هیلري به داسې وکړی شي .

د کال ۱۹۶۰ نه پېل شوې او په ټیلي ویژن ښکاره کوؤنکې دغه مباحثې یو تاریخ لري چې پکې د ريپبلکن ګوند مرستیال صدر رچرډنکسن او میسي چیوسټس نه د ډیموکريټک ګوند سینیټر جان کېنېډي برخه اخستې وه .

د ۱۹۶۰م نه وروستو په کال ۱۹۶۸م او بیا په ۱۹۷۲م کې په ټیلي ويژن مباحثې نه دي شوي .

وروستو په کال ۱۹۸۷م کې کمشن آن پریډینشل ډیبیټس ( د صدراتي مباحثو کمېسون) جوړ کړی شو او د هغې مقصد دا یقیني کول ؤ چې څلور کاله پس به دغه مباحثې د انتخابي کمپاین مهمه برخه وي . دا کمیسون د ۱۹۸۸م نه وروستو د هر الیکشن په موقع دغه مباحثې راجوړوي او سږکال هم دا کمیسون دا مباحثې جوړوي .

د ډیموکريټک ګوند کاندیدې هیلري کلنټن او د ریپبلکن ګوند کاندید ډونلډټرمپ ترمنځ وړومبۍ مباحثه دنیویارک په هيمپسټډ ښار کې هافسرا یونیورسټۍ کې وشوه او ګردۍ نړۍ ته نېغ په نېغه ښکاره کړی شوه .

سږکال کېدونکو مباحثو کې به په یوه کې د دواړو ګوندونو لخوا نومول شوي مرستیال صدران هم برخه اخلي .

د ډیموکريټک ګوند د ورجینیا ګورنر ټم کين او د ريپبلکن د انډیانا ګورنر مایک پینس دمرستیال صدر دپاره کاندیدان نومول شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG