لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حلب کې د بمبارۍ په سر د امنیتی شورا بېړنۍ غونډه


د امریکې استازې سمنتهاپاور امنیتی شورا ته ویلي ( دا څرګنده خبره ده چې د اسد حکومت یواځې په پوځل حل باندې یقين ساتي) .
د امریکې استازې سمنتهاپاور امنیتی شورا ته ویلي ( دا څرګنده خبره ده چې د اسد حکومت یواځې په پوځل حل باندې یقين ساتي) .

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د اتوار په ورځ حلب کې د تشدد او بربریت د سېوا کېدو په سر بېړنۍ خبرې کړي دي ، دا په داسې مهال چې د شام او روس جنګي الوتکو د یاغیانو د ولقې لاندې د شام په ختیځ ښار کې بمباري کړې ده .

د امریکې استازې سمنتهاپاور امنیتی شورا ته ویلي ( دا څرګنده خبره ده چې د اسد حکومت یواځې په پوځل حل باندې یقين ساتي) .

استازې ویلي ( هغه دا وايي چې هغوې د شام د هر مربع کلوميټر یوه انچه ځاې د پوځي لارې په ولقه کې واخلي او په داسې کې د پوځي حل لارې دوامداره ساتلو او د دې خبرې هېڅ پرواه نه ساتل چې شام دې بچ کړی شي ) .

امريکا، فرانس او برطانيې د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې وه د دې دپاره چې په روس فشار واچول شي او هغه خپل اتحادي قابو کړي او په دغه ښار کې ګېر شوي ۲۷۵۰۰۰ خلکو په ضد بريدونه ودروي .

په دغه بريدونو کې ميزائل داغل، بمونه غورځول او د توپخانو نه ګوله باري کول شامل دي د کوم له امله چې ودانۍ ړنګې شوي، په کوڅو کې ملبه جمع شوې او سيمه د کاڼو يو ډېری جوړ شوی دی ۔ ملګري ملتونه وايي چې په دغه عملياتو کې ۲۱۳ کسان وژل شوي دي .

د امريکې استازی پاور ويلي چې په تېرو درې ورځو کې په ښار کې ۱۵۰ نه زيات فضايي بريدونه شوي دي .

هغې ويلي چې په حلب باندې د بيا قبضې دپاره روس او شام سخت عمليات کوي .

هغې زياته کړې، (د امن د هڅو په ځای روس او اسد جنګېږي، ښاري ودانيو ته د ژوند د بچ کولو دپاره ضروري دوايانو رسولو کې ستونزې، روس او اسد د انساني خواخوږۍ په اساس په کاروانونو، روغتونونو باندې بمونه ورول کېږي څوک چې د خلکو د ژوند د ژغورلو هڅې کوي .

د برطانيې استازي ميتهيورائيکرفټ وويل چې روس ته پکار دي چې هغه بيا سياسي خبرې اترې روانې ساتلو لړ کې مرستې وکړي نه چې تباه کړی شي ، که هغوي دا ګامونه نه وې پورته کړې نو بيا به روس په نړيواله توګه يو د ښکته کچې سوچ په نورو ومني

د فرانس استازي فرانسوا ديتری ووئيل چې په حلب کې جنګي جرمونه روان دي او دا ښار يې د هسپانوي خانه جنګۍ د دور سره سره د بوسنيا په جنګ کې د سراجيوو او ګارنيکا سره پرتله کړو او دا ښار يې شهيد ښار وګرځوو .

روسي استازي وټالي چرکن په خپلو خبرو کې وويل چې د دې له کبله د ملک په نورو سيمو بې له توپيره بم حملې کېږي او امن په ځای کول تر ډېره حده ناممکن کړی شوي دي .

د ملګروملتونو د شام لپاره استازي استفان ډي مستورا د حالاتو د نااميدۍ نقشه راښکله او وې ويل چې د فضايي بريدونه شمار کول ممکن نه دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG