لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند په بې اساسه تورونو پاکستان بدناموي، نفیس ذکریا


نفیس ذکریا یو بیان کې ویلي چې په لوړپوړي سیاسي کچ باندې ( غېرزمه واره رویه د افسوس وړ ده) .
نفیس ذکریا یو بیان کې ویلي چې په لوړپوړي سیاسي کچ باندې ( غېرزمه واره رویه د افسوس وړ ده) .

پاکستان ویلي د هند مشرتابه د راپارؤنکو بیانونو او بې اساسه تورونو د لارې هڅه کوي چې پاکستان بندنام کړي .

نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا یو بیان کې ویلي چې په لوړپوړي سیاسي کچ باندې ( غېرزمه واره رویه د افسوس وړ ده) .

د هند وزیراعظم نریندرا مودي د شنبې په ورځ کیراله کې د خپل ګوند بهارتیه جنتا پارټۍ یوې جلسې ته په وینا کې پاکستان ته په سیمه کې ترهګر پېدا کوؤنکی ملک دی او هغه به په سفارتي توګه دغه خپل ګاونډي ملک (پاکستان) په نړیواله ورورولۍ کې یواځې کوي .

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند د هندي وزیراعظم د بیان په غبرګون کې ویلي ، ( د بدقسمتۍ نه د هند مشرتابه ښه په سوچ او فکر د یو پلان لاندې راپارؤنکي بیانونه او بې اساسه تورونه لګوي او د پاکستان په بدنامۍ پسې شوي دي) .

د نوموړي په وینا هند د دغه ټول تورونو د لارې په کشمیر کې د خپلو ځواکونو د لاسه په بې ګناه خلکو د ترسره کېدونکو ظلمونو نه د نړۍ مخ بل پلو ته د اړولو هڅه کوي .

په وروستیو کې د هند او پاکستان اړیکې وروستو له هغې ترینګلې شوي چې کله تېره اونۍ د هند د ولقې لاندې کشمير کې د پوځ په یو مرکز وسله والو ترهګرو برید وکړ او ۱۷ هندي عسکر پکې ووژل شو .

هند وايي د دغو ترهګرو اړیکې په مبینه توګه پاکستان کې د موجود تُندروه ډلې سره ده ولې اسلام اباد دغه تورونه ردوي .

د دفتر خارجه ترمخه هند یو لور ته په پاکستان د ترهګرۍ تورونه لګوي او بل لور ته پاکستان کې په ریاستي کچ د ترهګرۍ ملاتړ کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG