لاس رسیدونکی لینک

صدر اوباما د ۱۱م ستمبرپه اړوند قانون جوړونه ویټو کړې


سعودي عرب په دغو بریدونو کې د ککړتیا خبره رد کړې ده . ولې په دغه برید کې په ککړو ۱۹ هايي جېکرانو (الوتکې تښتوؤنکو) کې د ۱۵ تعلق د سعودي عرب سره ښودل کيږي،

سعودي عرب په دغو بریدونو کې د ککړتیا خبره رد کړې ده . ولې په دغه برید کې په ککړو ۱۹ هايي جېکرانو (الوتکې تښتوؤنکو) کې د ۱۵ تعلق د سعودي عرب سره ښودل کيږي،

د امریکې صدر باراک اوباما د جمعې په ورځ هغه قانون جوړونه ویټو کړې چې پکې په۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ امریکا کې د ترهګر بریدونو ښکار شوؤ نزدې درې زره کسانو خپلوانو ته د سعودي عرب حکومت جریمه کولو حق ترلاسه کېدو .

صدر اوباما ویلي د دې قانون جوړونې څخه به بهر هېوادونو کې د امریکايانو په ضد د قانوني چارو کېدو اندېښنه راولاړه شي .

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي ، (مونږ ګڼو چې دا بل سم نه دی) .

داسې ویل کيږي چې کانګرس هڅه کوي چې د صدر د ویټو ودروي ولې د داسې کېدو دپاره به دوې قانون سازو ته د رایو دوه برخې ترلاسه کول پکار وي .

سعودي عرب په دغو بریدونو کې د ککړتیا خبره رد کړې ده . ولې په دغه برید کې په ککړو ۱۹ هايي جېکرانو (الوتکې تښتوؤنکو) کې د ۱۵ تعلق د سعودي عرب سره ښودل کيږي، چا چې څلور مسافر الوتکې هايي جېک کړې نیویارک او واشنګټن کې يې پرې بریدونه کړي وو .

د فرانس خبري ادارې د خبر ترمخه داسې یو سند یې لیدلی چې امریکايي قانون سازو ته لیکل شوی دی او دا لوړ پوړو امنیتي سلاکارو لېږلی دی ، او په دوې کې پخوانی خارجه وزیر ولیم کوهن، د سي ايي ای پخوانی مشر مايکل موریل او اسټیفن هېډلی چې د جارج بش د ملي امنیت سلاکار پاتې شوی، دوې په دغه سند کې خبرداری ورکړی چې دا اقدام به د امریکايي ګټو دپاره تاواني وي .

XS
SM
MD
LG