لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټولو ترهه ګرو په ضد پرته له امتياز څخه ګامونه اخلو،نفيس زکريا

 اسلام اباد کې ميډيا ته داووه نيز حال احوال تيرولو په مهال نفيس زکريا وويل چې پاکستان ټول هيواد کې پرته له کوم امتياز څخه دټولو ترهه ګرو په ضد پوځي عمليات کوي.هغه وويل چې ددغو عملياتو نتيجې منل شوي او نړيواله ټولنه يې ستاينه کوي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند نفيس زکريا يوځل بيا دا دريځ تکرار کړى چې پاکستان دټولو ترهه ګرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي.

اسلام اباد کې ميډيا ته داووه نيز حال احوال تيرولو په مهال نفيس زکريا وويل چې پاکستان ټول هيواد کې پرته له کوم امتياز څخه دټولو ترهه ګرو په ضد پوځي عمليات کوي.هغه وويل چې ددغو عملياتو نتيجې منل شوي او نړيواله ټولنه يې ستاينه کوي.

دهغه وينا وه چې دپرامنه هيواد ترڅنګ هغوي پرامنه ګاونډ ته هم ليواله دي.

نفيس زکريا دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې امريکا،افغانستان او هند پاکستان څخه غوښتنه کوي چې پخپله خاوره دې دترهه ګرو دخوندي ځالو په ضد کلک ګامونه واخلي.

دافغانستان مرستيال ولسمشر سرور دانش دشورو په ورځ ملګرو ملتونو کې ويلي دي هغوي بيا بيا دخپل ګاونډي هيواد پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې دترهه ګرو پيژندلې ځالې دې تباه کړي خو له بده مرغه هغوي وضعيت کې تر دې مهاله کوم بدلون نه دى ليدلى،هغه دا هم ويلي وو چې دپاکستان په خاوره دترهه ګريزو بريدونو منصوبه بندي کولى شي، خو پاکستان دغه رقم تورونه ردوي.

دپاکستان رقيب ګاونډي هيواد هند هم تور لګوي چې تيره ورځ دهند تر انتظام لاندې کشمير کې بريد لپاره دپاکستان خاوره کارول شوې وه، دغه بريد کې ١٨ هندي عسکر وژل شوي وؤ.

دپاکستان حکومت دغه تورونه رد کړي او په هند يې تور لګولى چې په کشميريانو زياتى او دبشري حقونو خلاف ورزي کوي.

همدغه راز دامريکا خارجه وزير جان کيري روانه اوونۍ کې دملګرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ دغونډې په موقع يوه ليدنه کې وزيراعظم نوازشريف څخه غوښتنه کړې وه چې دترهه ګرو دخوندي ځالې په توګه دپاکستان دکارول کيدو اجازه دې نه ورکوي.

په ډاګه دې وي چې روانه اوونۍ کې دري پبلکنز قانون سازانو دټيکسس ټيډ پو او دکيليفورنيا ډينا روهرا بيچر لخوا کانګريس ته وړاندې کړى شوي بل کې په پاکستان تور لګول شوى چې دغه هيواد نړيوالو ترهه ګريزو مشرانو ته پناه ورکوي او دترهه ګريزو ډلو ملاتړ کوي.

دپاکستان پوځ او حکومت دريځ لري چې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دوه کاله دمخه پيل کړى شوو عملياتو ضرب عضب کې يې نه يواځې دا چې په سلګونو ترهه ګريزې ځالې تباه کړي بلکې دمهمو کمانډرانو په ګډون يې ددرې نيمو زرو څخه زيات جنګيالي هم وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG