لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت او حزب اسلامي د سولې موافقه لاسلیک کړه


ټاکل شوې چې دا سند په دویم پړاو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا هم لاسلیک او عملي شي.
ټاکل شوې چې دا سند په دویم پړاو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا هم لاسلیک او عملي شي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ډلې ترمنځ د سولې د موافقې سند نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ کابل کې د افغانستان د سولې عالي شورا، افغان حکومت او حزب اسلامي لاسلیک کړو .

دغه سند چې درې بابونو او ۲۵ مادې دی نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سولې د عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني، د شورا استازي مولوي عطاالرحمان سلیم، د افغان حکومت په استازيتوب د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر، د اسلامي حزب د سیاسي دفتر مشر غیرت بهیر او د دغه حزب د مذاکرات کارو پلاوي مشر محمدامین کریم لاسلیک کړو .

د لاسیلکنې وروستو دواړو خواؤ دغه سند په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مهم ګام وباله.

ټاکل شوې چې دا سند په دویم پړاو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا هم لاسلیک او عملي شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني د دغه سند د لاسلیک پر مهال له دواړو غاړونه غوښتنه وکړه چې د سولې په موافقه عمل وکړي .

د افغانستان د ملي امنیت شورا صلاح کار محمد حنیف اتمر په دغو مراسمو سرته کېدو سره خلکو ته ډاډ ورکړو چې د ملي ګټو په بنسټ شوې دې موافقې ته دواړه فریقه ژمن دي چې عملي يې کړي .

ښاغلي اتمر وویل "لومړی مرحله په بریالیتوب سره پای ته ورسیدله، دویمه مرحله کې به دا سند د افغانستان ولسمشر او د اسلامي حزب مشر ته وسپارل شي او د هغوی له لاسلیک وروسته به جاري شي".

په دغه مهال ښاغلي اتمر په طالبانو او نورو وسله ‌والو ډلو هم غږ وکړو چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني .

هغه له نړېوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د دغې مسودې په عملي کولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي او هغه بندیزونه چې د اسلامي حزب په مشر ګلبدین حکمتیار او غړو یې لګیدلي دي، هغه دې لرې کړي .

په دې مراسمو کې د اسلامي حزب د مذاکرات کار پلاوي مشر محمدامین کریم، د دغې موافقې لاسلیک یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې اسلامي حزب په دې سند کې خپلې حزبي غوښتنې نه بلکې د سیاسي هلو ځلو له لارې د افغانستان د کړکېچ هواری په پام کې نیولی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG