لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام امدادي کاروان باندې د برید زمه وار روس دی، سپینه ماڼۍ


د سه شنبې په ورځ د ۲۰ ملکونو او شام کې د نړیوالو ملاتړي ډلو غونډه په نیویارک شوې ده او د یو ساعت د خبرو نه وروستو پرېکړه شوې چې غړی به د جمعې په ورځ بیا رایوځاې کيږي
د سه شنبې په ورځ د ۲۰ ملکونو او شام کې د نړیوالو ملاتړي ډلو غونډه په نیویارک شوې ده او د یو ساعت د خبرو نه وروستو پرېکړه شوې چې غړی به د جمعې په ورځ بیا رایوځاې کيږي

امريکې په خیځ شام کې یو امدادي کاروان باندې د شوي برید زمه وار روس ګرځولی دی، په دغه برید کې شل (۲۰) ملکي وګړي او په شام کې د هلال احمر یو غړي وژل شوي وو .

د صدر باراک اوباما د امنیتی چارو مرستیال صلاح کار بین روهډز ویلي د ټولو شواهدو نه دا څرګنديږي چې کاروان هوايي برید کې په نخښه شوی دی ، یاغیانو سره په شام کې فضايي ځواک نشته، ځکه دا برید د شام حکومت یا یې اتحادي روس کړی دی .

د ګل/دوشنبې په ورځ د حلب ښار په لویدیځ کې شوي دغه برید کې نزدې سل (۱۰۰) ټنه خوراکي توکي او دوایانې تباه شوي دي .

د نهې/سه شنبې په ورځ نیویارک کې خبریالانوسره خبرو کې روهډز وویل روس دا ژمنه کړې ده چې ( د هغو علاقونه به خپلې جنګي الوتکې لرې ساتي چرته چې امدادي کارونه روان دي) .

ماسکو او دمشق په دغه برید کې د ککړتیا خبره رد کړې ده . د روس د دفاع وزارت ویلي په یو ځاې د ولاړو ۱۸ غټو ټرکونو سوځېدلې ملبه ښايي چې دا د اور لګېدو پېښه ده .

د بشري خواخوږۍ په اساس د مرستو دپاره د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند جینزلايرک په جنېوا کې ویلي ( مونږ معلومه کړې ده چې دا اور لګېدو پېښه نه ده) .

د شام پوځ هم دا خبره رد کړې ده چې الوتکې یې په دې برید کې ککړې وې .

د روس د باندنیو وزارت ویاند ایګورکوناشکوف ویلي د کاروان ( د هلوځلو په اړه یواځې وسله والو ته معلومه وه د چا په لاس کې چې دغه علاقه ده) .

ملګرو ملتونو په شام کې ټولې امدادي هلې ځلې په وقتي توګه ځنډولي دي او ویلي يې دي د امنیت د حال معلومولو وروستو به د هلوځلو بیا بحال کولو پرېکړه کولی شي .

بل لور ته د سه شنبې په ورځ د ۲۰ ملکونو او شام کې د نړیوالو ملاتړي ډلو غونډه په نیویارک شوې ده او د یو ساعت د خبرو نه وروستو پرېکړه شوې چې غړی به د جمعې په ورځ بیا رایوځاې کيږي .

د امریکې د خارجه وزارت ویاند جان کربي ویلي غړي په دې خبره یو شوي دي چې د تشدد څخه ډکو پېښو باوجود دا ضروري ده چې په ملکي کچه د دښمنو کړنو د لارې نیولو دپاره د تېرې اونۍ د امریکا او روس په ملاتړ شوی اوربند په ځای وساتل شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG