لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي کوريا دراکټ انجن کاميابه تجربه

 ويل شوي دي چې دشمالي کوريا مشر کم جونګ ان ددې تجربې په مهال په موقع موجود ؤ، او دشمالي کوريا دسرکاري خبري ادارې ترمخه کى سي اين اى ترمخه هغه چارواکو ته امر کړى چې څومره زر ممکن وي خلا کې دسيټيلايټ دپريښودو تيارۍ دې وکړى شي.

دشمالي کوريا سرکاري ميډيا دعوه کړې ده چې پيانګ يانګ دنهې په ورځ ديو نوي طاقتور راکټ انجن کاميابه ځمکنۍ تجربه کړې ده کومه چې ددې خبرې اشاره ده چې شمالي کوريا اوږدې فاصلې پورې دوار کوونکي ميزايل جوړولو توان ترلاسه کولو ته نزدې ده.

ويل شوي دي چې دشمالي کوريا مشر کم جونګ ان ددې تجربې په مهال په موقع موجود ؤ، او دشمالي کوريا دسرکاري خبري ادارې ترمخه کى سي اين اى ترمخه هغه چارواکو ته امر کړى چې څومره زر ممکن وي خلا کې دسيټيلايټ دپريښودو تيارۍ دې وکړى شي.

دجنوبي کوريا دګډو ځواکونو دکميټې وياند جين هاکيو دنهې په ورځ ويلي دي هغوي ګڼي چې شمالي کويا داوږدې فاصلې پورې دوارکوونکي ميزايل لپاره ديو نوي طاقتور انجن دکارکردګۍ معلومولو لپاره دغه تجربه کړې ده.

دتير يو کال په مهال شمالي کوريا اوږدې فاصلې پورې دوارکوونکو ګڼو ميزايلونو تجربې کړي دي دکوم په اړه چې دملګرو ملتونو او ګڼو هيوادونو وينا ده چې دا دبيلسټک ميزايلونو او راکټي تجربو دپردې ترشا هڅه ده.

دخبري ادارې سي اين کى دراپور ترمخه دنهې په ورځ ديو نوي انجن شوې تجربې سره به شمالي کوريا ته په نړيواله کچه دفضا څڅه دځمکنې دڅارونکي سيټيلايټ په ګډون دګڼو سيټلايټونو فضاء ته دليږلو دعمل جوګه توان ترلاسه شي.

په ډاګه دې وي چې لا اوس دوه اوونۍ هم نه وې شوې چې شمالي کوريا پينځمه جوهري تجربه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG