لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارزګان: هوايي برید کې اته پولیس وژل شوي


د امریکايي ځواک ویاند پخلی کړی چې ترین کوټ کې په ۱۸م ستمبر هوايي بریدونه شوي دي .
د امریکايي ځواک ویاند پخلی کړی چې ترین کوټ کې په ۱۸م ستمبر هوايي بریدونه شوي دي .

افغان چارواکو نن د ګل په ورځ ویلي چې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د ناامنۍ سره مخ صوبې ارزګان کې اته پولیس وژل شوي دي .

د سیمې د غټې لارې (هاي وی) پولیس مشر سمونوال رحیم الله خان وایس اف امریکا ته ویلي اته پوليس د ارزګان د مرکز نه بهر په ترین کوټ کې په مرکزي هاي وی باندی په پوسته موجود وو او د اتوار په ماښام په هدف شوي دي .

د پوليس مشر په وینا (( هوايي برید پولیس افسر ووژلو او چې کله اووه پولیس بیرته پوستې ته راغلل بهرنۍ الوتکې پرې بل برید وکړو او وې وژل)) .

د امریکايي ځواک ویاند پخلی کړی چې ترین کوټ کې په ۱۸م ستمبر هوايي بریدونه شوي دي خو ویلي یې دې دوې هغه کسان په هدف کړي چې په افغان دفاعي ځواکونو یې ډزې کولې .

د امریکايي ځواک ویاند بریګیډيئر جنرال چارلېس کلیفلینډ ویلي په دغې اړوند نور تفصیل نه لري .

د ارزګان ترین کوټ هم یو د افغانستان د نورو صوبو په رنګ د هغو سیمو نه ده چرته چې په وروستیو کې وسله والو طالبانو سخت بریدونه کړي دي .

وسله والو د روانې میاشتې په سر کې د دغه ښار د نیولو هڅه کړې وه خود امریکايي ځواکونو په هوايي مرسته افغان ځواکونو دوې په شا تمبولي وو .

امریکايي صدر باراک اوباما د جون په میاشت کې افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د هوايي او ځمکنو عملیاتو پراخه کولو اجازه ورکړې په دې موخه چې د افغان ځواکونو مرسته وکړي او مرکزي ښارونه د طالبانو لاسو ته لاړ نشي .

دغو هوايي بریدونو کې کله عام خلک او کله په غلطۍ سره افغان ځواکونه هم په هدف شوي او داسې کېدل د کابل او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ سبب ګرځېدلی .

پخواني افغان صدر حامد کرزي به افغانستان کې په امریکايي هوايي بریدونو نیوکې کولې او تېره اونۍ يې خبرداری ورکړی چې نوی واک به په راتلونکې کې لا د نور تخریب سبب وګرځي .

رویټرز سره خبرو کې نوموړی ویلي (( چې څنګه امریکايي صدر په خپله باندې امریکايي ځواکونو ته د بریدونو اجازه ورکولی شي؟ ولې مونږ سره دلته حکومت نشته؟ ولې مونږ خپلواکه ملک نه یُو)) .

ولې افغان صدر اشرف غني د امریکا د نوې اجازت نامې هر کلی کړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG