لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کشمير کې دهندي پوځ په مرکز دوسله والو بريد،١٧ عسکر مړه


 دهندي ورځپاڼې هندوستان ټايمز دراپور ترمخه داتوار په سحر پينځه نيمې بجې وسله والو دهندي پوځ د١٢م بريګيډ هيډکوارټر ته داخل شوي او ناتاره ډزې يې پيل کړي دي.
دهندي ورځپاڼې هندوستان ټايمز دراپور ترمخه داتوار په سحر پينځه نيمې بجې وسله والو دهندي پوځ د١٢م بريګيډ هيډکوارټر ته داخل شوي او ناتاره ډزې يې پيل کړي دي.

دهند دانتظام لاندې کشمير کې دباره موله اوړي سيمه کې په هندي پوځي مرکز وسله والو بريد کړى چې له امله يې ١٧ عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دهندي ورځپاڼې هندوستان ټايمز دراپور ترمخه داتوار په سحر پينځه نيمې بجې وسله والو دهندي پوځ د١٢م بريګيډ هيډکوارټر ته داخل شوي او ناتاره ډزې يې پيل کړي دي.

دغه پوځي مرکز دپاکستان او هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير دويشونکې کرښې ( لا ين اف کنټرول) سره نزدې دى.

دپوځي مرکز دننه دهندي پوځ او وسله والو ترمينځ تر څو ساعتو نښته روانه وه چې پکې څلور بريدکوونکي هم وژل شوي يد.

دهند دکورنو چارو وزير راج ناتهـ سنګهـ دپېښې دخبر ترلاسه کيدو څخه سمدستي وروستو دروس او امريکا دوره ځنډولې او بيړنۍ غونډه يې غوښتې ده.

خبري ادارې اى ايف پي دهندي پوځ دشمالي کمانډ له قوله پخلى کړى چې دغه بريد کې ١٧ هندي عسکر او څلور بريدکوونکي وژل شوي دي.

دبريد څخه وروستو اوړي سيمه کې دهيلي کاپټر له لارې ځانګړي ځواکونه کوز کړى شويدي او داوړي څخه لا ين اف کنټرول ته په غځيدلو سړکونو امنيتي تدابير سخت کړى شوي دي.

داګست مياشت کې هم دهندي پوځ په کاروان بريد کې درې عسکر وژل شوي او درې ژوبل شوي وؤ.

تيرکال دجون مياشت کې دهند مني پور رياست کې داياغيانو لخوا دپوځ په کاروان بريد شوى و چې پکې ٢٠ عسکر وژل شوي او ١١ ژوبل شوي وؤ.

سږکال په ٨مه جولايي دهند تر انتظام لاندې کشمير کې ديو تندروه کمانډر برهان واني هندي ځواکونو سره نښته کې دوژل کيدو وروستو کشمير کې حالات تاؤژن دي اؤ دمظاهرينو او هندي ځواکونو ترمينځ خونړۍ نښتې هم رامينځته شويدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG