لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومند ایجنسۍ ځان مرګي برید کې د مړو شمیر28ؤ ته رسیدلی


مومند ایجنسي چاودنه
مومند ایجنسي چاودنه

د جمعې په ورځ د پاکستان په قبائیلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د جومات دننه ترسره شوي ځانمرګي برید کې د مړو شمیره اتویشتو ته رسیدلې اؤ چارواکي وایي چې په دغه حمله کې دوه دیرش کسان ژوبل هم دي .

دغه برید د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان د قبائیلي سیمې مومند ایجنسۍ انبار تحصیل په پایي خان نومي سیمه کې دیو جومات دننه هاغه وخت شوې وه کله چې خواوشا دریوؤ سوؤ کسانو په دغه جومات کې د جمعې نمونځ ادا کولو.

ددغه ځانمرګي برید پړه تحریک طالبان ياکستان ډلې مربوط جماعت الاحرار ویاند احسان الله احسان په غاړه اخستې ده.

د مومند ایجنسۍ مرستیال پولیټیکل ایجنټ عبدالله شاه د جمعې په ماسخوتن وائس اف امریکه ډیوه ته وئیلي په دغه برید کې لږ تر لږه اتویشت کسان وژل شوي اؤ دوه دیرش نور ژوبل شوي هم دي.

په دغه ځانمرګي برید کې ژوبل کسان د مومندو، باجوړ اؤ پیښور روغتونونو ته رسول شوي اؤ په هغوئ‌کې هم د ځینو زخمیانو حالت نازک ښودل کیږي چې له دې امله د مړو شمیر کې د نورې اضافې اندیښنې هم شته .

بل لوري د جمعې په ورځ په مومندایجنسۍ کې د ترسره شوي دغه خودکش حملې نه وروستو په سوشل میډیا د پاکستاني چارواکو اؤ میډیا د روئیو متعلق هم خلکو کلکې پوښتنې راولاړې کړي دي .

د سماجي رابطو په ویب پاڼو ټوئټر اؤ فیس بک یو شمیر خلکو پوښتنې راولاړې کړي چې ولې د مومند ایجنسۍ د چاودنې څخه وروستو پاکستاني لوړ پوړو چارواکو ددغه سیمې سفرونه اؤ ځايي خلکو سره د خواخوږۍ څرکندونې نه دي کړې .

همدغه شان په شوشل میډیا یو شمیر خلکو په پاکستاني میډیا نیوکې کړي چې کله په مومند ایجنسۍ کې په لسګونو پښتانه پخپلو وینو کې لمبیدلي پراته وؤ نو په هاغه وخت د پاکستان ټي وي چینلو خپلې کیمرې د کراچۍ د یو لساني ګوند ایم کیو د مشر فاروق ستار مخ ته نیولې وې اؤ د پښتنو په خاوره د رامینځته شوي دغه لویې انساني زیان هډو څه ذکر یې نه کولو

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG