لاس رسیدونکی لینک

دخېبرپښتونخوا او بلوچستان په وضعيت داشرف غني انديښنه


 دخپلې دغه دورې په مهال افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان يوځل بيا نيوکه وکړه او وې ويل چې کوم دريم هيواد دهند او افغانستان ترمينځ دمرستې مخه څنګه نيولى شي.

دخپلې دغه دورې په مهال افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان يوځل بيا نيوکه وکړه او وې ويل چې کوم دريم هيواد دهند او افغانستان ترمينځ دمرستې مخه څنګه نيولى شي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني روانه اوونۍ کې دهند دوه ورځنۍ دوره کړې، دغلته ددواړو هيوادونو ترمينځ ددفاع او ترهه ګرۍ دمخنيوي څانګو کې په مرستې غزولو اتفاق شوى دى.

دخپلې دغه دورې په مهال افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان يوځل بيا نيوکه وکړه او وې ويل چې کوم دريم هيواد دهند او افغانستان ترمينځ دمرستې مخه څنګه نيولى شي.

هند کې ميډيا سره دخبرو په مهال ولسمشر اشرف غني تور ولګولو چې پاکستان کې جنګ روان دى دکوم په اړه چې ميډيا څه نه وايي،خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ددوو لکو او اوؤ زرو څخه زيات پاکستاني عسکر پځايې دي، دغه تشدد ختميدل پکار دي او په دې خبره دپوهيدو اړتيا ده چې دا اودريدل پکار دي.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت لخوا په سمدستي توګه دغه لړ کې کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى خو تيرو وختونو کې دپاکستان حکومت دغه رقم تورونه رد کړي او ويلي يې دي دغه رقم تورونه په هيڅ ډول ګټور نه دي.

دپاکستان دواکمن ګوند مسلم ليګ(ن) قانون ساز او قومي اسمبلۍ کې دخارجه چارو دقايمه کميټۍ غړي رانا افضل امريکا غږ سره خبرو کې ويلي دي دغه دولسمشر اشرف غني يو سياسي بيان دى کوم چې دهغه په قول دهند تر اثر لاندې ورکړى شوى.

هغه ويلي دي دپاکستان خارجه تګلاره به يواځې دپاکستان په ګټه وي او دکوم ګاونډي په ضد به نه وي.

خېبرپښتونخوا کې واکمن ايتلاف کې دشامل ګوند قومي وطن پارټۍ مشر افتاب شيرپاو امريکا غږ سره خبرو کې ويلي دي چې دولسمشر اشرف غني دپاکستان په اړه دغه بيان مناسب نه دى.

هغه وويل له دې وړاندې وارسا کې ( دنيټو دغوندې په موقع هم دولسمشر غني)بيان ډير سخت و او اوس چې دشيرپاو په قول غني دهند دغږ سره خپل غږ يوځايې کړى نو دغسې بيان مناسب نه دى ځکه چې پاکستان دافغانستان يو ګاونډي دى، پاکستان کې اوس هم په لويې شمير کې افغان کډوال ميشته دي.

افتاب شيرپاو وويل سيمه ييزو هيوادونو ته په دې خبره دپوهيدو اړتيا ده چې دترهه ګرۍ ستونزه به دټولو په مرستې او اشتراک سره ختميږي.

هغه وويل که چرې په يو بل همدغه رقم دبې باورۍ فضاء قايمه وي نو دغه ستونزه به نوره هم پيچلې کيږي او زيان به يې ټولې سيمې ته وي.

دولسمشر اشرف غني ددغه دورې په مهال دهند لخوا افغانستان کې بيلا بيلو څانګو لپاره ديو ارب ډالرو دامداد اعلان هم شوى دى.

اوس اوس افغانستان، هند او ايران دچابهار دبندر په اړه په يو درې اړخيزه تړون لاسليک هم کړى و، دايران چابهار سيمه کې دبندر دجوړولو دغه منصوبه دريواړه هيوادونه مهمه ګڼي.

اشرف غني دهند ددورې په مهال دا هم ويلي دي چې افغانستان اوس په اوچه کې راګير هيواد نه دى، هغه ويلي دي په دې خبره ورته ولې انديښنه پکار ده چې يو هيواد(پاکستان) ددوو لويو هيوادونو(هند او افغانستان) ترمينځ دمرستې مخه نيولى شي.

XS
SM
MD
LG