لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان او امريکا ګډ پوځي مشقونه پاې ته رسيدلي


 دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ايي ايس پي ار لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه ددغو مشقونو مقصد دبارودي سرنګونو دناکاره کولو او ترهه ګرۍ په ضد عملياتو کې ديو بل دتجربو څخه ګټه پورته کول وؤ.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ايي ايس پي ار لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه ددغو مشقونو مقصد دبارودي سرنګونو دناکاره کولو او ترهه ګرۍ په ضد عملياتو کې ديو بل دتجربو څخه ګټه پورته کول وؤ.

دامريکا او پاکستان ترمينځ دانسپايرډ ګيمبټ په نوم ګډ پوځي مشقونه تر نهو ورځو ددوامداره پاتې کيدو وروستو ساؤتهـ کيرولاينا کې پاې ته رسيدلي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ايي ايس پي ار لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه ددغو مشقونو مقصد دبارودي سرنګونو دناکاره کولو او ترهه ګرۍ په ضد عملياتو کې ديو بل دتجربو څخه ګټه پورته کول وؤ.

دغو مشقونو کې دپاکستان اسپيشل سروسز ګروپ( ايس ايس جي) او ايوي ايشن عسکرو هم برخه اخستې ده.

دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکو کې اوسنو مياشتو کې يو څه تاوتريخوالى راغلې چې يوه وجه يې دترهه ګرو ډلو په ضد دپاکستان دعملياتو په اړه دريځ کې ددواړو هيوادونو ترمينځ اختلافونه هم دي.

دپاکستان او امريکا ترمينځ له دې وړاندې هم نه يواځې دا چې ګډ پوځي مشقونه شوي بلکې امريکا دترهه ګرۍ مخنيوي لپاره پاکستان سره مرسته هم کړې ده.

دغه پوځي مشقونه په داسې حال کې ترسره شوي چې تيره اوونۍ دا خبر مخې ته راغلى و چې دپاکستان او روس ترمينځ په لمړي ځل ګډ پوځي مشقونه دسږکال اخره کې امکان لري خو دې لړ کې ديو هيواد له لوري هم دغوڅې نيټې اعلان نه دى شوى.

په ډاګه دې وي چې دپاکستان او روس ترمينځ داوږدې مودې څخه وروستو اړيکې اوسنو کلونو کې دښه والي لوري ته سمې شوي او روس په ځانګړې توګه دفاعي څانګه کې پاکستان سره مرستې ته دودې ورکولو باور هم ورکړى.

روس پاکستان ته دوسلو په ورکړه لګيدلى بنديز ٢٠١٤م کې پورته کړى و چې له دې وروستو دروس لخوا پاکستان ته دجنګي الوتکو ورکولو يو تړون هم ترسره شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG