لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې بډو رشوتونو د رغونې امریکايي ماموریت اغېزمن کړی


د سوپکو په راپور کې ویل شوي بډې رشوتونه د امنيت، سياسي ثبات او پرمختيا په لار کې غټ خنډان جوړ دي
د سوپکو په راپور کې ویل شوي بډې رشوتونه د امنيت، سياسي ثبات او پرمختيا په لار کې غټ خنډان جوړ دي

افغانستان کې په غټه کچه بډو رشوتونو (کرپشن) د دغه هېواد دپاره د امریکا د بیا رغونې هڅې اغېزمنې کړي دي دا خبره د شورو، چارشنبې په ورځ یو خپور شوي راپور کې شوې ده .

د افغانستان د رغونې دپاره د امریکا د حکومت ځانګړی انسپکټر جنرال (سیګار) مشر جان سوپکو ویلي بډو رشتونو د افغان حکومت او په دغه هېواد کې د تلپاتې ازادۍ په ضد وسله والو عملیاتو ملاتړ کړی او تشدد ته يې وده ورکړې ده .

د سوپکو په راپور کې ویل شوي بډې رشوتونه د امنيت، سياسي ثبات او پرمختيا په لار کې غټ خنډان جوړ دي او په امریکايي ماموریت پکې غږ شوی چې د بډو رشوتونو مخې نیولو ته لومړیتوب ورکړي .

په راپور کې د امریکا لخوا په افغانستان کې د بډو رشوتونو په ضد د تګ لارې لاندې څو وړانديزونه هم شوي دي .

اګرچه د امريکا حکومت افغانستان ته په اربونو ډالره مرستې ورکړي دي ولې د مسلې بېخ ته د رسېدو او بډو رشوتونو نيټ ورکو په مشرۍ کردار په دغه لړ کې رول لوبولی دی او له دې سببه اصل امریکايي اهدافونو ته په ورپېښو خطرو منلو کې د ناوخته والي له امله کرپشن خور شوی دی .

د راپور ترمخه ځینې امریکايي پاليسیانو او روایاتو هم دې مسلې ته وده ورکړې ده .

دې راپور ته سرخط ورکړی شوی (په جهګړه (شخړه) کې بډي رشوتونه : په افغانستان کې د امريکایې تجربو نه حاصل شوي درسونه )، راپور کې په افغانستان کې د امريکا سفير راين کروکر د خلې ویل شوي چې افغانستان کې زمونږ د هڅو ناکامي د جهګړې له امله نا بلکې د ځايي بډو رشوتونو له سببه ده .

کروکر د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ د بریدونو وروستو په کابل کې امریکايي سفارتخانه بیرته خلاصه کړې او د کال ۲۰۱۱م نه تر کال ۲۰۱۲م پورې افغانستان کې سفير هم پاتې شوی دی، هغه د براډکاسټنک بورډ اف ګورنرز غړی دی، کومه چې د نړیوالو نشریاتو څارنه کوي (وایس اف امریکا هم په دې کې شامله ده) .

کروکر ویلي ( د سر نه په درغلۍ نظر ساتل پکاروو، یا د هغې نه وړاندې چې کله د رغونې او پرمختګ تګ لاره تېارېدله، چونکه دا اوس انتها ته رسېدلې ده، او څنګه چې ما لیدلي دا په داسې ځاې ده چې اندازه يې نه لګي چې اوس به دا په څه ډول قابو کړی شي) .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG