لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اوسني بريدونه دتندلارو لچک په ډاګه کوي


 واشنګټن کې دنړيوالې تګلارې او تحقيق فورم کې يو لوړپوړى محقق ومايکل کوجيلمين وايي” که هر څو دپاکستان پوځ دپاکستاني طالبانو او نورو رياست ضد ډلو دتوانونو دراکمولو يو غوره کار کړى، خو اوس هم فعاله تندروه ډلې موجودې دي“
واشنګټن کې دنړيوالې تګلارې او تحقيق فورم کې يو لوړپوړى محقق ومايکل کوجيلمين وايي” که هر څو دپاکستان پوځ دپاکستاني طالبانو او نورو رياست ضد ډلو دتوانونو دراکمولو يو غوره کار کړى، خو اوس هم فعاله تندروه ډلې موجودې دي“

دپاکستان په ځينو سيمو کې دپوځي عملياتو وروستو دتندروه ډله دمحدوديدو باوجود دغه هيواد کې ترهه ګريز بريدونه او دتشدد پېښې دوام لري.

واشنګټن کې دنړيوالې تګلارې او تحقيق فورم کې يو لوړپوړى محقق مايکل کوجيلمين وايي که هر څو دپاکستان پوځ دپاکستاني طالبانو او نورو رياست ضد ډلو دتوانونو دراکمولو يو غوره کار کړى، خو اوس هم فعاله تندروه ډلې موجودې دي

روانه اوونۍ کې دوؤ بريدونو کې داختر په لمړۍ ورځ يو تن وژل شوى او دلسو څخه زيات نور ژوبل شوي دي، لمړي بريد کې يو ځانمرګي سندهـ ايالت کې دشيعه ګانو يو جومات په نخښه کړى او دوهم بريد کې دبلوچستان ايالت سرښار کويټه کې دپوليسو يو ګاډى په نخښه کړى شوى

تيره مياشت کويټه کې ديو ځانمرګي بريد له امله د٧٥ؤ څخه زيات کسان وژل شوي او د٨٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ، دخېبرپښتونخوا دمردان په ضلعي کچهرۍ روانه مياشت کې ترسره شوي يو ځانمرګي بريد کې ١٤ کسان وژل شوي او د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ، دمردان دغه بريد څو ګينټې وروستو له هغې ترسره شوى و چې دپېښور دعيسويانو په يوه سيمه کې څلورو ځانمرګيانو بريد وکړو.

دغه بريدونه وروستو له هغې وشول چې دپاکستان پوځ اعلان وکړو چې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دوه کاله دمخه دپيل کړى شوو عملياتو سره دسيمې څخه ترهه ګر له مينځه وړل شوي دي.

دپاکستان دپوځ وياند عاصم باجوه دټويټر پخپل اکاؤنټ ويلي وو په داسې حال کې چې په ټول هيواد کې دترهه ګرو تعاقب کولى شي مونږ به هغوي هيواد ته بيرته راستنيدو او دلاسته راوړنو دپشا کولو اجازه نۀ ورکوؤ

نور ګواښونه

خو تجزيه کار وايي دغو عملياتو کې دپاکستاني طالبانو بريدونه يو څه راکم کړي نو نورې تندروه ډلې دغه هيواد کې دبريدونو کولو توان لري

تجزيه کار کوجيلمين ويلي دي که مونږ دپاکستان دترهه ګرۍ دتګلارې يواوږدجاج واخلو نو په مهمه او خطرناکه توګه دغه ډلې په پاکستان کې دتندروه نظرياتو څخه ګټه پورته کوي، کوم چې دپاکستاني حکومت لخوا دژمنو باوجود هم په لويه پيمانه نه دي راکم شوي

هغه ويلي دي پاکستان دتندروه نظرياتو څخه مخ دى کوم چې ترهه ګرۍ ته هوا ورکوي.

ځينې پاکستاني ميډيا او دبشري حقوننو ډلې دترهه ګرۍ په ضد عملياتو کې دغيرشفافيت له امله دپاکستاني پوځ ناقدين دي، لويديزې قبايلي سيمې، کومې چې دتندروه ډلو يوه خوندي ځاله پاتې شوې، دبهرنيانو لپاره ورته اوس هم رسد نشته چې له ادې امله دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه کې سيمه کې دروانو عملياتو په اړه دخبرونو ورکولو يواځينۍ سرچينه ده.

پوځ وايي چې عملياتو کې يې دګڼو کمانډرانو په ګډون ددرې نيمو زرو څخه زيات تندلاري وژلي دي.

دامريکا خارجه محکمې دبشري حقونو په اړه خپل کليز راپور کې ويلي وو چې دجګړې دساحې دغو سيمو ته دتګ راړه دحکومتي بنديزونو له امله دغو سيمو کې (دبشري حقونو)دممکنه خلاف ورزو په اړه معلومات مديني ټولنې او نورو غيرحکومتي عناصرو ته نه دي ترلاسه

يو ريټايرډ پوځي مشر او دپاکستان دفاعي تجزيه کار نمحمد خان وايي چې دغه هيواد کې هغوي اصلاحاتو ته اړتيا لري،هغه ويلي دي که چرې هغوي دتندروه بيانيه ختمول غواړي نو ورته به په تعليمي نظام،مدرسو او خارجه تلاره کې اصلاحات متعارف کول وي کوم چې دتندلاريتوب ملاتړ کوي.

دپنجاب صوبه

په داسې حال کې چې دپاکستان حکومت دهيواد په شمالي او لويديزو برخو کې دتندروه ډلو دمحدودولو هڅې کړي خو دپنجاب صوبه،کومه چې ترټولو زياته ابادي لري، دتندروه ډلو لپاره محفوظه سيمه ګڼلى شي، دپاکستان پارلمان په دې اړه بحث کوي چې پوځ ولې په پنجاب کې دتندلاريتوب دمخنيوي لپاره زيات کار نه کوي.

پوځ وايي چې دتندلاريتوب دجرړو ويستو لپاره پرله پسې هڅې کوي، تيره اوونۍ پوځ دجنوبي پنجاب او بلوچستان په پوله دترهه ګرۍ ضد عمليات ترسره کړي وؤ،پوځ ويلي وو چې په دغه مهال يې اته تندلاري وژلي وؤ.

دپوځ وياند عاصم باجوه اوس اوس ويلي وو دحقاني نيټ ورک دجنګيالو او افغان طالبانو په ګډون د ټولو ډلو ترهه ګر وژل شوي او ځينې نيول شوي،نو ځکه که چې څوک وايي چې ګامونه نه دي اخستل شوي يا نه اخستل کيږي نو دا غلطه خبره ده.

خو امريکا او دپاکستان ګاونډيانو غوښتنه کوي چې پاکستان دې دتندلاريتوب مخنيوي لپاره نور ګامونه هم واخلي ځکه چې طالبان او نور جنګيالي دپاکستان دپولې څخه افغانستان ته ور اوړي.

افغانستان په پاکستان پرله پسې تور لګوي چې افغان طالبانو او حقاني نيټ ورک ته پناه ورکوي او دهغوي ملاتړ کوي، پاکستان مني چې په افغان طالبانو يو څه اثرورسوخ لري خو هغوي ته خوندي ځالې نه ورکوي.

دپاکستان پخواني پوځي مشر خان ويلي دي ترڅو چې افغانستان کې امن نه وي سيمه کې امن نه شي راتلى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG