لاس رسیدونکی لینک

پېښور نه کراچۍ ته په لار عوام اېکسپریس ټکر شوی، څلور مسافرمړه


پاکستان کې د اورګاډو د ټکر کېدو یا پټړۍ نه غورځېدو پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي او زیاتره د دغو پېښو زمه وار د اورګاډي ډرايور ګرځول کيږي .

پاکستان کې د اورګاډو د ټکر کېدو یا پټړۍ نه غورځېدو پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي او زیاتره د دغو پېښو زمه وار د اورګاډي ډرايور ګرځول کيږي .

د مسافرو اور ګاډی عوام اېکسپریس چې د پېښور نه کراچۍ په لار ؤ د پنجاب ملتان سیمې سره نزدې د مال ګاډي سره په ټکر شوی، پېښه کې لږترلږه څلور مسافر مړه شوي او د ۵۰ نه زیات نورژوبل شوي دي .

دغه پېښه د چارشنبې، شورو په شپه د ملتان سره نزدې رامنځته شوې او عوام اېکسپریس په بُچه رېلوی سټېشن باندې ولاړ مال ګاډي سره په ټکر شوی دی .

امدادي ټیمونو پېښه کې د شپږو کسانو د مړينې خبر ورکړی دی .

د ټکر له امله د مسافرو د اورګاډي څلور ډبې د پټړې نه لاندې غورځېدلي او انجن ته يې هم سخت زیان اوختی دی .

پېښه کې ژوبل مسافر د ملتان نشتر روغتون ته وړل شوي او چارواکو ویلي د څو مسافرو روغتیايي حالت ډېر ښه نه دی .

سرکاري ميډیا د ملتان د ضلعي رابطې افسر نادر چهټه له خلې ویلي چې مال ګاډی د مسافرو د اورګاډي سره ټکر کېدو نه وړاندې یو تن وهلی او بیا هم په دغه پټړۍ ولاړ ؤ چې د پېښور نه کراچۍ په لار عوام اېکسپرېس راورسېدو او مال ګاډي سره په ټکر شو .

د رېلوی د محکمې وزیر د پېښې نوټس اخستی او رپورټ یې غوښتی دی . د پېښې له امله د اورګاډي پټړۍ بنده شوې او چارواکي وايي په خلاصېدو کې يې څو ساعته وخت لګېدی شي .

پاکستان کې د اورګاډو د ټکر کېدو یا پټړۍ نه غورځېدو پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي او زیاتره د دغو پېښو زمه وار د اورګاډي ډرايور ګرځول کيږي .

XS
SM
MD
LG