لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر اشرف غني په رسمي سفر نوي ډهلي ته تللی


افغان صدر اشرف غني سره یو لوړ پوړی دولتي پلاوی هم هند ته په سفر تلی دی .
افغان صدر اشرف غني سره یو لوړ پوړی دولتي پلاوی هم هند ته په سفر تلی دی .

د افغانستان صدر اشرف غني نن د چارشنبې، شورو په ورځ په رسمي سفر هند ته تللی دی .

د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې صدر اشرف غني د هند وزیراعظم نریندرا مودي په بلنه نن د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سره په دوه ورځني رسمي سفر هند ته تللی دی .

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایس اف امریکا سره خبرو کې ویلي چې هند ته د صدر اشرف غني د سفر هدف یو دا دی چې نوی ډهلی وجذبوي چې افغانستان سره په غټو بنیادي منصوبو کې مرسته وکړي .

د دواخان مینه پال په وینا افغانستان سره د هند وړومبۍ مرستې مکمل شوي او اوس د افغانستان حکومت غواړي چې دغه هېواد د افغانانو سره د مرستو بل پړاؤ پېل کړي .

مینه پال ویلي (( په دې سفر کې افغانستان سره د هندد منصوبو، پروژو په دویمه برخه خبرې کيږي خو امنیتي همکارۍ هم پامه نه شي غورځولی)) .

د ارګ د بیان ترمخه صدر اشرف غني به په دې دوه ورځني رسمي سفر کې د هند وزیراعظم نریندرا مودي، جمهور رئیس پراناب موکرجي او ددغه هېواد نورو مقاماتو سره د کتنې تر څنګ د تاجرانو او هغو افغان محصلینو سره چې په یاد هېواد کې په بېلابېلو برخو کې په تحصیل بوخت دي کتنې ولري .

ښاغلي صدر سره په دې سفرکې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د ترانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري او د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG