لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناين الیون پېښو د پښتو ادب مزاج بدل کړی


د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ څخه وروستو نا  بلکې نوموړی وايي د تېرو څلوېښتو کالو راهسې د پښتنو په سیمه روانو حالاتو د پښتو ادب غونډ مزاج بدل کړی دی .
د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ څخه وروستو نا  بلکې نوموړی وايي د تېرو څلوېښتو کالو راهسې د پښتنو په سیمه روانو حالاتو د پښتو ادب غونډ مزاج بدل کړی دی .

د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ نه وروستو رامنځته شوؤ حالاتو د پښتو شعر و ادب موضوع او مزاج بدل کړی دی . پښتانه شاعران، لیکوالان، ادیبان وايي دغو حالاتو په پښتو ادب منفي او مثبت دواړه اغېزې کړي دي .

یاد پښتون شاعر او کره کتونکی د انجمن ترقي پسند مصنفين پاکستان صدر سلیم راز وايي د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ د پېښو نه پس په ټوله پښتنه سیمه رامنځته شوي حالات شاعرانو لیکوالانو په خپل لیک کې راوستي دي .

د نوموړي په وینا ترقي پسند او پښتون قام پرستو لیکوالانو په خپل انداز دا ټول حالات قلمبند کړي او زیاتوي رجعت پسندو په خپل ډول وړاندې کړي او د ۱۱م ستمبر اثرات د هغو په لیکونو کې هم ښکاري .

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00


(( یو کس به په خپل لیک کې د سامراج مذمت کوي، ځینې به د سامراج مذاحمت کوي، ځینې به د سامراج سره ښه سوچ لري او دا به وايي چې دا څه کيږي ښه کيږي نو هلته به رجعت پسند ادب په خپل انداز او ترقي پسند ادب په خپل انداز وي حقیقت نګار به هغه څه لیکي چې څه ويني)) .

د نوموړي په وینا د ۱۱م ستمبر نه پس پښتو ادب کې نوې موضوع رامنځته شوې او شاعر ادیب دا حالات په خپل تخلیق کې راجمع کړي دي ، د تاریخ په توګه يې په خپل لیک کې سمبال کړي او په دغه برخه کې یې خپلې زمه وارۍ ترسره کړي دي .

خو په باچاخان پوهنتون کې د پښتونخوا مطالعاتي څانګې استاد محب وزیر چې په کال ۲۰۱۵م کې يې ((پښتو ناول او افسانه باندې د ۱۱م ستمبر اثرات)) په نوم کتاب لیکلی دی ، وايي د ۱۱م ستمبر نه وروستو چې په خصوصي توګه پښتنو باندې کوم حالات راغلي دي د هغې ښې او بدې اغېزې په خپل ځاې ، خو د بده مرغه پښتو افسانه او ناول کې دغه اثرات نه ښکاري یواځې بدې پېښې راخستل شوي او مثبت اړخ بیخې پاتې کړی شوی دی .

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00


((لکه پښتنو کې روشن فکري راغلې ده د مخکې په نسبت د ناين الیون نه پس، پښتنو د مخکې په نسبت خپل دښمن زیات واضح وپېژندو، پښتنو د نړیوال سیاست اهم لوبغاړي د نزدې نه وپېژندل نو دا خبرې په ناول کې لږې ډېرې شته خو په افسانه کې بيخې نشته او یواځې منفي خبرې پکې راخستل شوي دي)) .

نوموړي زیاته کړه څنګه چې دغو حالاتو تر ټولو زیات په پښتنه سیمه اغېزې کړي دي دومره شاهکار ادب دلته نه دی تخلیق شوی . هغه وویل ناول او افسانه ژوره مطالعه، مشاهده، سیاسي او کلتوري شعور غواړي او پښتنو لیکوالانو د بده مرغه د ریاستي نشریاتي ادارو نه مخکې سوچ نه دی کړی د پېښې کوم تصویر چې ورته وړاندې شوی هم هغه رنګ دوې رانقل کړی دی .

یاد ادیب او شاعر قېصر اپریدی وايي د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ څخه وروستو نا بلکې نوموړی وايي د تېرو څلوېښتو کالو راهسې د پښتنو په سیمه روانو حالاتو د پښتو ادب غونډ مزاج بدل کړی دی .

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00


((پښتو شاعري چې په رومانوي انداز کې به کېدله رومان ته به اهمیت ورکولی کېدو او عام خلکو به هم رومان خوښوؤ مګر دې حالاتو پښتو شاعري د رومان د مزاج نه واړوله او د جنګ په نتیجه کې چې څومره تباهۍ بربادۍ شوي دي د خلکو احساسات څومره متاثره شوي دي، دې څيزونو د پښتو شاعرۍ انداز بدل کړی دی)) .

هغه وویل په پښتو شاعرۍ د دې حالاتو یوه ښه اغېزه دا ده چې شاعري زیاته شوې او چې څومره شاعري هم شوې هغه په ښه ډول شوې ده . خو نوموړی وايي چې څه رنګ دغو حالاتو پښتون کلتور او پښتنه ټوله اغېزمنه کړې نو شاعر او ادیب هم د دې ټولنې برخه ده او د کلتور د متاثره کېدو سره دوې بې ځایه شوي او په ذهن یې بدې اغېزې هم شوي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG