لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګر کله هم امریکې ته ماتې نه شي ورکولی، باراک اوباما


صدر وویل د ستمبر په دغه ورځ نزدې (درې زره بې ګناه خلک وژل شوي وو، د چا تعلق چې د ژوند د هرې برخې، مذهب، رنګ او نسل سره ؤ، او په کوم کې چې د ټولې امریکې نه واخله د ګردې نړۍ خلک شامل وو) .
صدر وویل د ستمبر په دغه ورځ نزدې (درې زره بې ګناه خلک وژل شوي وو، د چا تعلق چې د ژوند د هرې برخې، مذهب، رنګ او نسل سره ؤ، او په کوم کې چې د ټولې امریکې نه واخله د ګردې نړۍ خلک شامل وو) .

د امريکې صدر باراک اوباما ویلي چې ( ۱۵ کاله وړاندې د ستمبر ننۍ ورځ د عامې ورځې په توګه پېل شوې خو دا د ملکي تاريخ توره ورځ وګرځېده) .

خپله اوونیزه وینا کې صدر اوباما وویل چې د اتوار ورځ ۱۱م ستمبر په امریکا د ترسره شوؤ بریدونو ۱۵م کال دی، کوم بریدونه چې په نیویارک، پنسلوینیا په لرې علاقه او پینټاګون باندې شوي وو .

صدر وویل د ستمبر په دغه ورځ نزدې (درې زره بې ګناه خلک وژل شوي وو، د چا تعلق چې د ژوند د هرې برخې، مذهب، رنګ او نسل سره ؤ، او په کوم کې چې د ټولې امریکې نه واخله د ګردې نړۍ خلک شامل وو) .

اوباما ویلي په تېر ۱۵ کاله موده کې هر څه بدل شو ولې ( یوه خبره یاد ساتل ضروري ده او یوه خبره نه ده بدل شوې او هغه اصل اقدار دي کوم چې د امریکايانو په توګه زمونږ پېژندګلو ده، زمونږ حوصله ده، او ترهګر بیا کله هم امریکې ته ماتې نه شي ورکولی) .

د اتوار په ورځ کالیز ۹/۱۱ نیشنل ډی، عبادتونه او یادګاري غونډې کیږي ، په دغه موقع سپینه ماڼۍ کې د څو شیبو دپاره خاموشي کولی شي او بیا به صدر پینټاګون کې یوې یادګاري غونډې ته وینا کوي او وژل شوؤ ته به د عقیدت پیرزونې وړاندې کوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG