لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۹/۱۱ په مناسبت القاعده نوې ويډیو خپره کړې


ظواهري ویلي دا بریدونه مسلمانانو ته د دوې د قوت او جارحیت د مقابلې د دوې توان وریادوي .
ظواهري ویلي دا بریدونه مسلمانانو ته د دوې د قوت او جارحیت د مقابلې د دوې توان وریادوي .

القاعده په داسې وخت کې په مسلمانانو زور راوړی چې د امریکا په ضد ترهګر ډلو کې شامل شي ، چې په امریکا کې په ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ کې په ورلډټریډ سنټر او پينټاګون باندې د شوؤ ترهګر بریدونو ۱۵ کاله پوره کیږي .

د القاعده لخوا د جمعې په ورځ خپره شوې ویډیو ته د ناانصافو په ضد د بغاوت نوم ورکړی شوی دی، او د القاعده مشر اېمن الظواهري ویلي چې د ۱۱م ستمبر د بریدونو په پایله کې اسلام او، د هغه په وینا د صلیبي دښمنانو ترمنځ ګډوډ توازن برابر شوی دی . دغه خبره د سايټ انټیلي جنس ډلې لخوا په ورکړی شوې ژباړه کې وئیل شوې ده .

ظواهري ویلي دا بریدونه مسلمانانو ته د دوې د قوت او جارحیت د مقابلې د دوې توان وریادوي . هغه په امریکا کې په نسلي توګه د برابرۍ نشتوالي پله توجه راګرځولې او په تور پوستو امریکایانو يې ټینګار کړی چې اسلام قبول کړي .

د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي په دغه ویډیو خبر دي او لږ ترلږه یو چارواکي دې ته غېر مهمه ویلي او ظواهري يې ( غېر اهم تن) ګرځولی دی ، څوک چې د خپل اهمیت ترلاسه کولو هڅې کوي .

چارواکي دا هم ویلي چې القاعده اوس هم د امریکا دپاره یوه خطره ده، ولې د القاعده اصل قوت تباه کړی شوی او مشرتابه یې په خپل منځ کې په جګړو بوخت دي .

امریکايي استخباراتي ادارو سره اړونده نور چارواکي د القاعده نه راپېښه خطره غېراهمه نه ګڼي، ولې د داعش ترهګره ډله د القاعده نه مخکې وتې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG