لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايران لخوا دافغان بنديانو پنجرو کې په بندولو دکابل احتجاج


 دشلو څخه دزياتو افغان کډوالو لاسونو کې هتکړۍ اچول شوې وې او داوسپنې په پنجره کې بند کړى شوي،پوليسو په قبضه کې اخستل شوي مواد هم ښودلي چې پکې وسله، چاوديدونکي او نشه اي مواد شامل دي.
دشلو څخه دزياتو افغان کډوالو لاسونو کې هتکړۍ اچول شوې وې او داوسپنې په پنجره کې بند کړى شوي،پوليسو په قبضه کې اخستل شوي مواد هم ښودلي چې پکې وسله، چاوديدونکي او نشه اي مواد شامل دي.

دايران لخوا روانه اوونۍ کې په شيراز ښار کې دګڼو افغانانو په سترګو دپټو تړلو او وروستو په پنجرو کې دهغوي دبندولو دپريکړې په ضد افغان حکومت احتجاج کړى دى.

دشلو څخه دزياتو افغان کډوالو لاسونو کې هتکړۍ اچول شوې وې او داوسپنې په پنجره کې بند کړى شوي،پوليسو په قبضه کې اخستل شوي مواد هم ښودلي چې پکې وسله، چاوديدونکي او نشه اي مواد شامل دي.

دشيراز دپوليسو مرستيال مشر نصر کيشاورز ويلي دغه کډوال په هاغو ٢٠٠ؤ بهرنيانو کې شامل وؤ کوم چې ايران ته په غيرقانوني توګه ورداخل شوي او نيول شوي دي.

ددغو نيول شوؤ کسانو عکسونه په انټرنيټ خپاره شوي په کومو چې افغانانو او بشري حقونو دکارکوونکو لخوا دغصې څرګندونه او دکابل لخوا سفارتي احتجاج شوى دى.

افغان حکومت يو بيان کې ويلي دافغانستان دکډوالو او راستنيدو دچارو وزارت دشيراز ښار دپوليسو لخوا افغان کډوالو سره ددغه غيرانساني اوسپکاوي کوونکي سلوک او بشري وقار دسرغړونې غندنه کوي.

دتهران له لوري په دې اړه په باضابطه توګه کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى.

دايران دپولې ترڅنګ دهرات ولايت څخه دافغان پارلمان يو غړي محمد رضا خوشک دايراني حکومت ددغه ګام غندنه کړې ده.

هغه يوې افغان ورځپاڼې ته ويلي شيراز ، کوم چې دشاعر سعدي لپاره مشهور ښار دى او هغه دټولو انسانانو ديووالي خبره کړې، دغلته زما وطنوال په پنجرو کې بند کړى شوي او داسې بدسلوکي ورسره شوې لکه څنګه چې دداعش تندلاري يې دخپلو بنديانو سره کوي

يو نوموړي افغان شاعر مصطفي هزاره دخپل فيسبک په پاڼه په ايران نيوکه کړې او ويلي دي که چرې دهغه ايراني ملګري دخپل هيواد څخه بهر سفر وکړي نو په دې خبره به پوهه شي چې دانسان قدر دهغې څخه سيوا دى لکه څنګه چې هغوي فکر کوي.

ايران کې خواوشا درې ملينه افغانان ميشته دي، په دغو کې زياتره خپل وطن کې دجګړو څخه دغلته تښتيدلي او زياتره پکې بنيادي حقونه نه لري او ديو باضابطه حيثيت څخه پرته ژوند کوي، ايران کې 950,000ؤ افغانانو ته دکډوالو درجه ورکړى شوې ده.

ايران په زرګونو افغان کډوال چې پکې نسلي شيعه هزاره ګران زيات دي، شام ته دحزب الله او ايران دپاسداران انقلاب ځواکونو ترڅنګ دشامي حکومت په ملاتړ جنګيدو لپاره ليږلي ، په لسګونو افغانانو دشام په جګړه کې خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG