لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې داوربند په تړون دامريکا او روس اتفاق


 دسويټرزلينډ جنيوا ښار کې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري او دهغه روسي سيال سرګۍ لاروف ترمينځ دجمعې په ورځ دترسره شوې ليدنې څخه وروستو شام کې داوربند په اړه دمنصوبې اعلان وکړى شو.
دسويټرزلينډ جنيوا ښار کې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري او دهغه روسي سيال سرګۍ لاروف ترمينځ دجمعې په ورځ دترسره شوې ليدنې څخه وروستو شام کې داوربند په اړه دمنصوبې اعلان وکړى شو.

امريکا او روس جنيوا کې ترسره شوو مذاکراتو کې شام کې داوربند په يو پيچيده تړون اتفاق کړى دى دکوم لاندې چې به په ١٢م ستمبر دنمر دپريوتو سره سم په داسې حال کې په دې عمل درامد پيل شي چې مسلمانان به دلويې اختر ورځ نمانځي.

دسويټرزلينډ جنيوا ښار کې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري او دهغه روسي سيال سرګۍ لاروف ترمينځ دجمعې په ورځ دترسره شوې ليدنې څخه وروستو شام کې داوربند په اړه دمنصوبې اعلان وکړى شو.

په دې اړه دواړو هيوادونو دزياتې مودې راهسې خبرې کولې.

روسي سيال سره ولاړ دامريکا دبهرنوچارو وزير جان کيري وويل هغوي ګڼي چې ددې څخه زيات څه مناسب نه شي کيدى چې ټولې خواوې يوځايې وي داختر موقع دشامي خلکو او سيمې لپاره ګټوره جوړه کړي.

جان کيري وويل دشامي صدر بشارلاسد ځواکونو هوايي بريدونه د ولسي وګړو دمرګ ژوبلې او خلکو دبې دخلۍ لويې سبب جوړشوى دى.

همدغه راز دروس دبهرنو چارو وزير سرګرۍ لاروف ويلي هيواد يې داوربند په اړه دتړون لړ کې دشام حکومت خبر کړى او هغه هم په دې په عمل درامد اماده دى.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري ميډيا سره خبرو کې وويل ددغه منصوبې لاندې به دشام حکومت او ياغيانو دواړو ته خپلې ذمه وارۍ ترسره کول وي.

دجان کيري وينا وه شام کې ياغيان داوربند په دغه منصوبه عمل درامد ته چمتو دي خو دهغه په قول داسې به هاغه مهال ممکن شي چې دشام حکومت هم دې لړ کې دسنجيدګۍ څرګندونه وکړي.

دمنصوبې لاندې به امريکا او روس دداعش او انلصره فرنټ دجنګيالو په ضد عملياتو لپاره يو ګډ مرکز جوړوي.

دواړو هيوادونو امريکا او روس دغه سيمه کې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دمرستې غزولو او دبشري خواخوږۍ په اساس دکيدونکو امدادي هلو ځلو دغزولو او مربوطولو اشاره هم ورکړې ده.

دشام دصورتحال په اړه په دريځ دامريکا او روس اړيکو کې تاؤتريخوالى پاتې شوى، ددې لويه وجه دشامي صدر بشارالاسد دمستقبل په اړه ددواړو هيواونو دريځ کې اختلاف دى.

امريکا او شامي حزب اختلاف دصدر اسد داقتدار څخه په سمدستي توګه دلرې کولو په حق کې دي او روس او شامي حکومت ترټولو ستر سيمه ييز ايتلافي ايراني صدر دبشارالاسد اقتدار کې دپاتې کيدو په حق کې دي.

شام کې دتيرو پينځوو کلونو راهسې روانې جګړې دغه هيواد سخت ځپلى، ددغه خانه جنګۍ له امله خواوشا پينځه لکه کسان وژل شوي او يو کروړه او لس لکه پخپلو کورونو پريښودو مجبور شوي او دسرپناه لپاره يې دنورو هيوادونو مخه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG