لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان مرکزي اسيا ته دپاکستان دلارې بندولو ګواښ کړى

 دافغانستان او پاکستان لپاره دبرتانيې دځانګړي استازي اوين جينکنز سره کابل کې دليدنې په مهال افغان ولسمشر اشرف غني ويلي پاکستان دواګې دبندر له لارې دافغان سوداګريزو توکو ، په ځانګړې توګه دميوې واګې دبندر له لارې بهر دصادريدو اجازه نه ده ورکړې.

افغان ولسمشر اشرف غني ګواښ که چرې پاکستان له خپلې خاورې افغان سوداګرو ته هند سره دسوداګرۍ اجازه ورنکړي نو افغانستان به هم اړ شي چې راتلونکي کې له خپلې خاورې مرکزي اسيا ته دپاکستاني بار وړونکو ګاډو دتيريدو اجازه ورنکړي.

دافغانستان او پاکستان لپاره دبرتانيې دځانګړي استازي اوين جينکنز سره کابل کې دليدنې په مهال افغان ولسمشر اشرف غني ويلي پاکستان دواګې دبندر له لارې دافغان سوداګريزو توکو ، په ځانګړې توګه دميوې واګې دبندر له لارې بهر دصادريدو اجازه نه ده ورکړې.

اشرف غني ويلي افغانستان اوس په اوچه کې ايسار هيواد نه بلکې دسوداګريزو مالونو دليږلو راليږلو لپاره ګڼې ترانزيتي لارې لري.

اشرف غني ګيله کړې ده چې پاکستان دميوؤ په موسم کې اکثره ترانزيتي لارې تړي چې له امله يې افغان سوداګرو ته دملينونو ډالرو زيانونه رسيږي.

دواړو مشرانو دافغان سولې په عمل، دترهه ګرۍ په ضد په جګړه او پاکستان څخه دافغان کډوالو دراستنيدو په عمل هم خبرې اترې کړيدي.

په دغه مهال اشرف غني ويلي دي چې پاکستان کې ميشت افغان کډوال دفشار زياتيدو له لارې په افغانستان دفشار داچولو هڅه کيږي خو افغان حکومت دراستنيدونکو افغان کډوالو لپاره بيړني ترتيبات نيوليدي.

اشرف غني ويلي پاکستان کې ميشته افغان کډوال دوروستيو فشارونو او جبر له امله ستړي دي او غواړي په درناوي سره خپل وطن ته راستانه شي،اشرف غني په نړيوالې ټولنې هم غږ کړى چې په درناوي سره دې دافغان کډوالو دستنيدو عمل کې مرسته وکړي.

پاکستان کې دافغان طالبانو ددوؤ مشرانو ملا محمد عمر اؤ مُلا اختر منصور دوژل کيدو دانکشاف څخه راپديخوا افغان حکومت دسولې عمل کې دپاکستان په خلوص باوري نه دى.

دافغان ولسمشر اشرف غني په ګډون افغان چارواکو وخت په وخت پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې دمذاکراتو ميز ته دافغان طالبانو دراوستو پځايې دې پخپله خاوره دموجود هاغو ترهه ګرو په ضد پوځي عمليات وکړي کوم چې دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغان او امريکايي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي.

خو پاکستاني چارواکي دريځ لري چې دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دى او په شمالي وزيرستان کې روانو پوځي عملياتو کې دپاکستان پوځ پرته له کوم امتياز څخه دترهه ګرو ټولې ډلې په نخښه کړيدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG