لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کډوالو پاکستان کې دپاتې کېدو موده نوره وغځول شوه


د پاکستان حکومت له دې وړاندې رجسټرډ افغان کډوالو ته په ملک کې د روان کال د دسمبر د میاشتې ۳۱م نېټې پورې د پاتې کېدو وخت ورکړی ؤ .
د پاکستان حکومت له دې وړاندې رجسټرډ افغان کډوالو ته په ملک کې د روان کال د دسمبر د میاشتې ۳۱م نېټې پورې د پاتې کېدو وخت ورکړی ؤ .

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د مرکزي کابينې په غونډه کې منظوري ورکړل شوې چې رجسټرډ افغان کډوال به د کال ۲۰۱۷م د مارچ د میاشتې د ۳۱م نېټې پورې پاکستان کې په قانوني توګه پاتې شي .

د پاکستان حکومت له دې وړاندې رجسټرډ افغان کډوالو ته په ملک کې د روان کال د دسمبر د میاشتې ۳۱م نېټې پورې د پاتې کېدو وخت ورکړی ؤ .

د سرکاري ميډیا ترمخه وزیراعظم ویلي افغانان زمونږ وروڼه او مونږ ورته احترام لرو . هغه ویلي افغان کډوالو ته د پوره اسانتیاؤ ورکولو دپاره به کلک ګامونه پورته کولی شي .

نوموړي د سرحدي چارو وزارت ته هدایات ورکړي چې د افغان کډوالو د اندېښنو په لړ کې د سیاسي ډلو د مشرانو او افغان استازو سره په ګډه صلاح مشورې وکړي .

په وروستيو کې د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په مشرۍ د پښتنو سیاسي مشرانو لیدنه کې غوښته شوې وه چې افغانانوته دې پاکستان کې د پينځه ؤ کالو پورې دپاتې کېدو اجازه ورکړل شي .

له دې وړاندې افغان چارواکو په دغه لړ کې پاکستاني چارواکو سره لیدلي او پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو مشرانو هم په دغه اړوند د پاکستان واکمنو سره ليدلي چې د کډوالو د پاتې کېدو موده دې وغځول شي .

په کال ۲۰۱۴م کې پېښور کې د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکي ارمي پبلک سکول باندې د ترهګر برید وروستو د افغان کډوالو بیرته خپل ملک ته د ستنېدو خبرې تودې شوې وې . پېښور کې ارمي پبلک سکول باندې برید کې د ۱۵۰پورې کسان وژل شوي چې زیاتره یې زده کړې کوؤنکي وو .

د هغې وروستو وخت په وخت د ملک په بېلابیلو برخو او په خصوصي توګه خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبه کې د افغان کډوالو د ځورولو خبرونه مخې ته راغلي دي .

وزیراعظم نوازشریف ویلي چاته به هم دا اجازه ورنه کړل شي چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال وځوروي .

هغه ویلي افغان کډوال زمونږ مېلمانه دي او د هغوې د بیرته خپل ملک ته ستنېدو په اړه به داسې پرېکړه کولی شي او پلان جوړولی شي چې د پولې دواړو غاړو ته مېشتو خلکو ته ترې منفي تاثر لاړ نشي .

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یواېن اېچ سي ار ترمخه پاکستان کې د رجسټرډ افغان کډوالو شمېره نزدې ۱۵ لاکه ده او په دومره شمېره کې غېررجسټرډ کډوال دلته مېشت دي .

د یواېن اېچ سي ار ترمخه په تازه څو میاشتو کې د افغان کډوالو بیرته خپل ملک ته د ستنېدو لړۍ سېوا شوې او یواځې د اګست په میاشت کې د ۵۰زرو نه زیات کډوال بیرته افغانستان ته تلي دي .

د ادارې په وینا په بیرته تلونکو کې زیات د خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبې نه بیرته ستانه شوي دي .

کډوال وايي په دغو دواړو صوبو کې ډېر ځورول کيږي ولې چارواکي بیا وايې چې دوې یواځې په غېرقانونه توګه مېشت کډوال نیسي او بیرته یې لېږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG