د پاکستان په قبایلي سیمه خېبر ایجنسۍ کې هوايي ځواکونو بمباري کړې او د ۱۰ ترهګرو د وژنې ادعا يې کړې ده .
د سرکاري رسنیو ترمخه جنګي الوتکو نن د جمعې په سهار د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرایجنسۍ په تیراه علاقه کې بمباري کړې ده .
فضايي بریدونو کې د ۱۰ جنګیالو د وژل کېدو او د وسله والو د څلورو ځالو تباه کولو ادعا شوې ده .
په سیمه کې د عملیاتو او د اوړیدلي زیان په اړه د ازادو سرچينو نه پخلی نه کيږي ځکه سیمې ته د میډیا رسد نشته .
تېره میاشت د پاکستان پوځ ویلي ؤ د خېبرایجنسۍ په لرې پرته علاقه کې يې هوايي بریدونو کې د ۱۴ وسله والو د وژنې او ۱۱ نور ژوبلېدو ویلي ؤ .
د پوځ لفټننټ جنرال ویاند عاصم باجوه ویلي د خېبرایجنسۍ د تيراه علاقې په لرې پرته سیمه کې ترسره شوؤ هوايي بریدونو کې د وسله والو نهه ځالې هم تباه کړی شوې وې .
نوموړي ویلي ( د افغانستان سره په پوله پرته د راجګال په علاقه کې عملیات پېل کړی شوي چې په دغه لرې پرته سیمه کې پوځ په ځاې کړی شي کوم لوړ غرونه چې ترهګر په هر موسم کې د تګ راتګ دپاره کاروي) .
خېبرایجنسي د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه ده . دا علاقه د اوږدې مودې پورې وسله والو د خوندې ځالو په توګه کارولې اود پولې دواړو غاړو ته بریدونه کړي دي .