لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا ایټمي تجربه کړې، د جنوبي کوریا ادعا


د جنوبي کوریا یو چارواکي (زنهاپ) خبري ادارې ته ویلي زیات امکان د دې دی چې د زلزلې علت ایټمي تجربه وه .
د جنوبي کوریا یو چارواکي (زنهاپ) خبري ادارې ته ویلي زیات امکان د دې دی چې د زلزلې علت ایټمي تجربه وه .

د زلزلې په اړوند یورپي ادارې ویلي چې د شمالي کوریا د ایټمي تجربو د ځای څخه د جمعې په ورځ د زلزلې خبرونه مخې ته راغلي دي چې په ریکټر سکېل باندې یې زور ۵.۳ ښودل شوی دی ولې جنوبي کوریا ویلي دا زلزله د ايټمي تجربې له امله شوې ده .

د جنوبي کوریا یو چارواکي (زنهاپ) خبري ادارې ته ویلي زیات امکان د دې دی چې د زلزلې علت ایټمي تجربه وه .

ولې د دې خبرې پخلی نه دی شوی او په دغه اړوند نور تفصیلات مخې ته راروان دي .

د چين د زلزلو په اړوند ادارې ( چاينا ارت کويک نيټ ورک سنټر) ویلي چې په شمالي کوریا کې د راغلې زلزلې علت چاؤدنه کېدی شي .

د امریکا په کیلي فورنیا ریاست کې د (مډلبري انسټیټیوټ اف انټرنیشنل اسټډيز) سره اړونده جېفري لیويس رویټر خبري ادارې ته ویلي د دومره زور دا زلزله څرګندوي چې په دې بم کې د ۲۰ نه تر ۳۰ کلوټن ایټمي مواد کېدی شي او د نوموړي د اندازې ترمخه تراوسه پورې د شمالي کوریا لخوا په کېدونکو ايټمي تجربو کې کاریدونکو موادو کې دا تر ټولو زیات مقدار وو .

نهم ستمبر د شمالي کوریا د جوړېدو ۶۸م کالیزه ده او په دې ورځ ټول ملک کې عامه چهټي وي، د دې ورځې په مناسبت پیانګ یانګ په تېر وخت کې هم ایټمي او میزایلو تجربې کړي دي .

شمالي کوریا د روان کال د اپرېل په میاشت کې خپل څلورمه ایټمي تجربه کړې او د هغې نه پس يې د اوږدې فاصلې پورې ویشتونکي راکټ تجربه کړې وه .

ملګرو ملتونو د مارچ په میاشت کې په شمالي کوریا باندې د امنیتي شورا د قراردادونو د پرله پسې سرغړونې کولو او خپل ایټمي او میزایل پروګرام ته د ودې ورکولو په سر نوي بندېزونه لګولي وو .

د دغو بندېزونو وروستو پیانګ یانګ د لنډې او لرې فاصلې پورې ویشتونکو میزایلو تجربې کړي دي .

د شمالي کوریا لخوا وروستۍ میزایل تجربه هغه وخت شوې وه چې په چين کې د نړۍ د غټو معیشیتونو (جي ـ۲۰) غونډه روانه وه په غونډه کې د امریکا، جنوبي کوریا، جاپان او روس مشرانو ګډون درلود .

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د شمالي کوریا لخوا پرله پسې د میزایل تجربو غندنه شوې ولې نوي بندېزونه يې پرې نه دي لګولي .

د امنیتي شورا مستقل غړی بیجنګ چې د پیانګ یانګ مهم اتحادي دی په ټولو فریقو یې زور راوړی چې د کوم داسې ګام اخستونه ډډه وکړي چې د کړکېچ زیاتېدو سبب وګرځي .

د چين چارواکي وايي د داسې سختو بندېزونو په ضد دی چې د کم جانګ د حکومت د خاتمې، چین او شمالي کوریا په پوله د بې ثباتۍ او ټاپو کوریا کې د امريکې د اثرسېوا کېدو سبب وګرځي .

بل لور ته د چين صدر شي ژین پینګ د امریکې لخوا په جنوبي کوریا کې د دفاعي میزایل نظام ( ټرمینل هايي الټیټیوډ ایریا ډیفنس سسټم) یا تهاډ په ځای کولو مخالفت کړی دی .

سیؤل ویلي د تهاډ نظام يې د دفاع دپاره ضروري دی، ویل کيږي چې جنوبي کوریا کې لګول شوی دا دفاعي نظام به د شمالي کوریا د لرې او منځنۍ فاصلې پورې ویشتونکو میزایلو په ضد موثر وي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG