لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور : بمي چاودنه کې ٨ عسکر ژوبل شوي


 دغه چاودنه دورسک روډ سره نزدې په درمنګي کلي کې دريپيډ رسپانس فورس په ګاډي شوې ده چې پکې اته عسکر ژوبل شوي دي.
دغه چاودنه دورسک روډ سره نزدې په درمنګي کلي کې دريپيډ رسپانس فورس په ګاډي شوې ده چې پکې اته عسکر ژوبل شوي دي.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې ترسره شوې يوه بمي چاودنه کې اته پوليس عسکر ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه دورسک روډ سره نزدې په درمنګي کلي کې دريپيډ رسپانس فورس په ګاډي شوې ده چې پکې اته عسکر ژوبل شوي دي.

دپېښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس او دامدادي ادارو غړي رسيدلي او ژوبل عسکر دعلاج لپاره دپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته منتقل کړى شويدي.

په ډاګه دې وي چې تيره اوونۍ هم دپېښور دورسک ډيم سره نزدې کرسچين کالونۍ کې څلورو ترهه ګرو بريد کړى و اؤ دپاکستان پوځ سره نښته کې څلور واړه وسله وال وژل شوي وؤ، دپاکستاني پوځ ويانددعوه کړې وه چې وژل شوي کسان ځانمرګيان وؤ.

هم په دغه ورځ دخېبرپښتونخوا مردان سيمه کې په ضلعي کچهرۍ هم ځانمرګي بريد شوى و چې پکې دپوليسو په ګډون خواوشا ١٣ کسان وژل شوي او ٤٠ نور ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG