لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلاؤس بمونو صفايۍ کې مرسته زمونږ اخلاقې ذمه واري ده،اوباما


ولسمشر براک اوباما دلاؤس پلازمينه وينتيان کې ددغو بمونو څخه داغيزمنو شوو دبحالۍ ديو مرکز دوره کړې ده.
ولسمشر براک اوباما دلاؤس پلازمينه وينتيان کې ددغو بمونو څخه داغيزمنو شوو دبحالۍ ديو مرکز دوره کړې ده.

ولسمشربراک اوباما ويلي دي دا دامريکا اخلاقي او انساني ذمه واري ده چې دويتنام دجګړې په مهال دهغوي دځواکونو لخوا لاؤس کې دغورځول شوؤ بمونو دصفايۍ هڅو کې مرسته وکړى شي.

دغه جګړه کې لاؤس کې غورځول شوي په لکونو بمونه هاغه مهال نه وو چاوديدلي او دکليو سره نزدې فصلونو کې دغورځول شوو بمونو چاودنو کې بيلا بيلو وختونو کې شل زره کسان مړه يا ژوبل شويدي.

ولسمشر براک اوباما دلاؤس پلازمينه وينتيان کې ددغو بمونو څخه داغيزمنو شوو دبحالۍ ديو مرکز دوره کړې ده.

په دې موقع هغه ويلي دي دلته لاؤس کې مونږ دې مرکز کې دهاغو بمونو څخه اغيزمن کسان وينو چې نيمه پيړۍ دمخه دپريکړو له امله غورځول شوي وو او مونږ ته دا خبره راپه ياديږي چې دجګړو تل دروند قيمت ادا کولى شي او اکثره زيانونه يې غيرارادي وي.

هغه په دې خبره زور راوړو چې دجګړو اغيزې دتاريخ کتابونو کې دشهرت موندونکو څخه زياتې وي.

داوباما ددغه بيان څخه يوه ورځ دمخه امريکا لا ؤس کې ددغو بمونو دصفايۍ کار کې مرستې لپاره راتلونکو دريوو کلونو لپاره دخپل امداد ددوه چنده کولو اعلان کړى و.

دنهې په ورځ اوباما داسيا بحرالکاهل دسيمې قومونو ته باور ورکړى و چې دغلته دامريکا ستراتيژيکي توازن اوږدمهاله دى ځکه چې دا دامريکا دملي مفاداتو عکاسي کوي.

اوباما دلاؤس دوره کوونکى دامريکا لمړى ولسمشر دى،هغه دغلته د جنوب ختيز اسيايي هيوادونو دډلې آسيان او ختيزې اسيا کانفرنسونو کې ګډون کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG