لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش لپاره بهرتي کوونکى دامريکا دمطلوبو ترهه ګرو فهرست کې شامل


دڅيړونکو وينا ده تيره اوونۍ يو هوايي بريد کې ددعش دابو محمد العدناني دوژل کيدو څخه وروستو خاليکوف دداعش دمشر ابوبکر البغدادي دمرستيال چوکۍ ته رسول شوى.
دڅيړونکو وينا ده تيره اوونۍ يو هوايي بريد کې ددعش دابو محمد العدناني دوژل کيدو څخه وروستو خاليکوف دداعش دمشر ابوبکر البغدادي دمرستيال چوکۍ ته رسول شوى.

ګلمرود خاليکوف څوک چې پخوانى تاجک پوځي افسر ؤ او اوس دداعش مشر بهرتي کوونکى دى، دنړۍ ترټولو مطلوبو ترهه ګرو کې شامل شوى، امريکا دهغه دنيولو پسر درې نيم ملينه ډالر ورکوي.

دلويديزو استخباراتي راپورونو ترمخه ٤١ کلن خاليکوف دتاجک ځانګړو ځواکونو پخوانى کرنل دى،هغه امريکا او روسيه کې تربيه ترلاسه کړې او اوس دداعش دعسکري عملياتو دڅانګې او د وسله والو يونټونو مشر دى، دڅيړونکو وينا ده تيره اوونۍ يو هوايي بريد کې ددعش دابو محمد العدناني دوژل کيدو څخه وروستو خاليکوف دداعش دمشر ابوبکر البغدادي دمرستيال چوکۍ ته رسول شوى.

دامريکايي کانګريس غړو لپاره دترهه ګرۍ دمخنيوي مشاور مايکل ايس.سمتهـ ويلي دي دا نوره هم دا خبره په ډاګه کوي چې دداعش قيادت غواړي دغه ډله داسې وګڼلى شي چې پکې دټولې نړۍ دهرځايې څخه خلک مهم کردارونه پوره کولى شي.

خاليکوف ، چې باور کيږي دسوريې څخه خپل فعاليتونه ترسره کوي هغه داسلام دسختې تشريحۍ په تعليماتو عمل کوي.

دوشنبى کې يو تجزيه کار اسفنديار ادينه امريکا غږ ته ويلي دي پخپل يو ويډيوي پيغام کې هغه په تاجک چارواکو تور لګولى ؤ چې دمذهب ازادو مخه نيسي، په مسلمانانو سړو ږيرې خروي او دښځو دسرونو څخه پردې لرې کوي.

څيړونکي وايي چې دتاجک کمانډر مخ په زياتيدونکى ډاګيز کردار به دداعش دعملياتو لمنه دسوريې اؤ عراق څخه په وراخوا بوځي.

دټيکساس په هوسټن پوهنتون کې يو څيړونکى ايتهان ويلنسکي لينډفورډ چې دداعش مطالعه يې کړې وايي دهغه دتوانونو او تربيو په تناظر کې به(دداعش دهلو ځلو ) پام مرکزي اسيا ته اوړيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG