لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد کې دداعش بمي چاودنه کې ١٢ کسان وژل شوي


 ددغه بريد ذمه واري تندروه ډلې داعش قبوله کړې ده.
ددغه بريد ذمه واري تندروه ډلې داعش قبوله کړې ده.

دنهې په ورځ چارواکو ويلي بغداد کې تيره شپه ترسره شوې يوه موټري بم چاودنه کې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي دي.

ددغه بريد ذمه واري تندروه ډلې داعش قبوله کړې ده.

دپوليسو يو افسر ويلي دي چې دچاوديدونکو موادو څخه ډک ګاډى په شيعه اکثريتي سيمه کرادة کې دپارکنګ سيمه کې ديو هسپتال او دوکانونو ترڅنګ اودرول شوى و، چاودنه کې خواوشا ٢٨ کسان ژوبل شوي او ١٥ ګاډي زيانمن شوي دي.

يو روغتيايي چارواکي دمرګ ژوبلې پخلى کړى، دواړو چارواکو دنوم نه څرګندولو په شرط دغه څرګندونې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG