لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسيا بحرالکاهل کې خوښي ملي ګټې څرګندوي،اوباما


 دنهې په ورځ دلا ؤس ددورې په مهال هغه وويل داسيا بحرالکاهل سيمه کې دامريکا خوښي نوې نه ده، دا دوخت تيريدو سره کميږي نه بلکې دا بنيادي ملي ګټې څرګندوي.
دنهې په ورځ دلا ؤس ددورې په مهال هغه وويل داسيا بحرالکاهل سيمه کې دامريکا خوښي نوې نه ده، دا دوخت تيريدو سره کميږي نه بلکې دا بنيادي ملي ګټې څرګندوي.

دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي دي هيواد يې دبحرالکاهل سيمه کې اوس مهال دومره زيات مصروف دى چې له دې وړاندې تر کلونو پورې دومره نه ؤ او راتلونکي کې به دغه سيمه نور ارزښت هم ومومي.

دنهې په ورځ دلا ؤس ددورې په مهال هغه وويل داسيا بحرالکاهل سيمه کې دامريکا خوښي نوې نه ده، دا دوخت تيريدو سره کميږي نه بلکې دا بنيادي ملي ګټې څرګندوي.

هغه بشري حقونو ته ددرناوي ساتلو په ضرورت زور او دهر هيواد دخپلواکۍ په اړه دتګلارې ديادونې کولو په ترڅ کې وويل هر هيواد چې حجم يې هر څومره وي، ورته په دې عمل کول پکار دي او حکومتونو ته دانساني قاچاق او ماحولياتي بدلونونو پشان دستونزو مخنيوي لپاره په ګډه دکارکولو اړتيا ده.

دسپينې ماڼۍ ترمخه له دې وړاندې امريکا اؤ لاؤس دخپل مينځي درناوي په اساس ددوه اړخيزو اړيکو دنوي باب پرانسته کړې.

داقتصاد،ټيکنالوجۍ، امنيت، ماحولياتو اؤ بشري حقونو څانګو کې دنوې شراکت دارۍ اعلان دامريکا دصدر براک اوباما اؤ لاؤس دصدر بونهانګ ووريچټ ترمينځ پلازمينه وينتيان کې دشوې ليدنې څخه وروستو شوى دى.

اوباما لمړى امريکايي ولسمشر دى چې دلاؤس دوره يې کړې او دنهې په ورځ يې دغه هيواد ته دنهو کروړو ډالرو ورکولو اعلان کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG